افغانستان

«نن شپه له دوولس بجې وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» وايي، نن شپه له دوولس بجې وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي.

فیصل ازادي رادیو ته په خپلو خبرو کې ویلي « نن شپه له دوولس بجو وروسته د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي، چې افغان ځواکونو ورته بشپړ چمتووالی نیولی.»

ازادي رادیو ته یوې بلې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې طالبان اوس مهال هره ورځ په منځني ډول پنځه اویا بریدونه کوي، چې د تاوتریخوالي د کمښت په دوره کې به پنځلس ته راکښته شي.

د سرچینې په خبره، په دې دوره کې به طالبان په لویو ښارونو او لویو لارو کې عملیات نه کوي، د  بهرنیو ځواکونو مرکزونه به هدف نه ګرځوي او د افغان عسکرو په قول اردوګانو او نظامي مراکزو به بریدونه نه کوي.

د تاوتریخوالي د کمښت دوره، چې طالبانو او امریکا د توافقنامې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په موخه ورباندې توافق کړی، لا هم په رسمي ډول د دواړو پورتنیو جهتونو له لوري نه ده تایید شوي.

ویل کېږي، که د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په بریا سره پای ته ورسېږي، په تعقیب به یې طالبان او امریکا د مذاکراتو مېز ته راټول شي او د دواړو لورو تر منځ به د پېچلو او اوږدو مذاکراتو په پایله کې برابره شوې توافقنامه لاسلیک کړي.

شنونکي باور لري، چې د ځینو رسنیو د تبلیغاتو برعکس طالب صفونه منظم او رهبري یې منسجمه ده؛ نو ځکه د تېرو کلونو په اوربند په څېر کولای شي، خپله هره پرېکړه عملي کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close