افغانستان

امریکايي چارواکو د دوستم له زوی سره لیدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ځانګړي «زلمي خلیلزد»، په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر «رایس ویلسون» او د قاطع ماموریت عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د یو شمېر چارواکو په ملتیا د جنش ګوند د مشر «رشید دوستم» له زوی «باتور دوستم» سره لیدلي.

د راپورونو په اساس، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې او ټاکنو په اړه بحثونه کړي او د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان په تړاو راپورته شویو غبرګونونو په اړه په تفصیلي ډول غږېدلي.

امریکایي چارواکي وروسته له هغه د دوستم له زوی سره ویني، چې درې ورځې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته «عبدالرشید دوستم» د موازي حکومت د جوړولو اعلان وکړ او د شمال له خلګو یې وغوښتل، څو د خپلو والیانو معرفي کولو ته تیاری ونیسي.

د دوستم په قول، د ټاکنو پایلې له دولت ساز ټيم سره د یوې معاملې په بنسټ اعلان شوې؛ نو ځکه دوی ته د منلو وړ نه دي.

په داسې حال کې، چې طالب او امریکایي لوري په قطر کې  توافقنامې د لاسلیک په درشل کې دي او داسې تمې شته، چې ښايي ددې لاسلیک په تعقیب بین الافغاني خبرې پیل شي؛ شنونکي باور لري، چې په هیواد کې حاکمه کړکېچنه سیاسي فضاء به ددې مذاکراتو په برخه کې شته ستونزې لا زیاتې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close