نړۍ

فلسطین: اسرائیلو تر ۱۶۰ زیاتو لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

Israeli_soldiers_fire_tear_gas_May_15_2011نن ټکی آسیا: نن اسرائيلي فوځیانو د فلسطين په بېلا بيلو سیمو کي پر فلسطیني لاریون کوونکو مخامخ ډزي وکړي چي له کبله يي د ځینو راپورونو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي، او تر ۱۴۵ زیات ټپيان شوي دي.

د فلسطین سره پر پولو باندي پراته د خپل وطن څخه شړل شوي فلسطینان چي د خپل هیواد څخه بهر پر پولو باندي شپي او ورځي صبا کوي،

نن د اسرائيل د جوړیدو د غمیزي د لمانځني په خاطر د سوریا، لبنان او غزې پر پولو باندي فلسطینیانو په پراخ لاریونونو لاس پوري کړ، چي د اسرائیلو غاصبینو د مخامخ ډزو سره مخامخ سول، چي له امله يې د اسراييل راډیو په قول د سورېې پر باډر د جولان په سیمه کې ۴ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوه.

د بلي خوا د لبنان پر پوله باندي هم فلسطینیانو پراخې مظاهرې وکړې، او هلته هم د اسرائيليانو د مخامخ ډزو سره مخامخ شول، او درنه مرګ ژوبله ورته ورسیده، د لبنان څخه امنیتي چارواکو ویلي چي په د اسراییلو له خوا په ډزو کي لږ تر لږه ۱۰ کسه مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

د فلسطین په داخل کي د رام الله او غزي په ښارونو کي هم د اسرائيل سره پر پوله باندي اخ او ډب را منځته شوی چي له کبله يې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

{flvremote}http://static1.sky.com/feeds/skynews/latest/flash/150511-Israel-Waghorn-Online.flv{/flvremote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x