ټکنالوژي

پر «ګوګل» دغه څیزونه هیڅکله مه لټوئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب، ۱۳۹۸ل): که وکتل شي د انترنیت نړۍ له ګوګل (Google) پرته هیڅ ده، چې د ستر څیز نه تر کوچني پورې په ې کې شتون لري، هره ورځ د انترنیت هر استعمالوونکی پر دې د یو څه نا څه لټنه هرو مرو کوي.

خو دلته مو له ځینو داسې کارونو خبروو چې د انترنیت له لارې یې پر ګوګل لټون تاسې ته زیان رسوي، د لاندې څیزونو څخه پر ګوګل له لټون څخه ځان وژغورئ:

د هر ډول جرم په اړه

دا کیدی شي خورا جدي ستونزه وي، لګه څرنګه چې تاسې پر ګوګل لټون کوئ چې وسله څنګه جوړیږي، حتی که دا د ساتیرۍ لپاره هم ترسره کوئ، مګر په بېلا بېلو هېوادونو کې امنیتي ادارې تل ورته سرچینې تعقیبوي، او کولی شي ستاسې IP ادرس ددوی ډیټابیس ته لاړ شي.

د خپلې ناروغۍ نښې

لومړۍ خبره خو داده چې کله تاسې د کومې روغتیایي ستونزې سره مخ یئ ددې لپاره ځینې داسې غوره ویبپاڼې شتون لري چې اړین معلومات ترې ترلاسه کولی شئ، مګر پر انترنیت د خپلې ناروغۍ نښې معلومول تاسې ته ذهني ټکان درکولی شي، له دې مو بدتر کوي او له ذهني تشویش سره مو مخ کوي، نو که چیرې تاسې روغتیایي ستونزې لرئ د ډاکټر ګوګل پرځای اصلي ډاکټر ته لاړ شئ.

د پوستکي ستونزې

که پر مخ مو دانه یا داغ وي نو پر ګوګل لټون مه کوئ، په داسې لټون سره مو مخ ته دومره كركجن شیان راشي چې حیران به مو کړي، که څه هم طبیعي دانې راختل په خپله له منځي خو که بیا هم ستونزه جدي وي ډاکټر ته رجوع وکړئ.

ژباړه

څو واره به تاسې ګوکل ته د پښتو یا بلې ژبې ژباړې لپاره رجوع کړې وي، د داسې کولو کوښښ هم مه کوئ ځکه چې پر ګوګل کومه ژباړه راځي تر ډیره ناسمه او د شرم وړ وي، او شونې ده ستاسې د خبرې ناسم مطلب راوباسي.

کډو یا کټمل

د شپې کټ کې کټمل راوتل مو خوب خرابولی شي، مګر که تاسې ددې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پر ګوګل لټون کوئ داسې عکسونه به مو مخ ته راشي چې خوب به مو وتښتوي.

د نشه کونکو کسانو سږي

زیاتره کسان پر سګریټ څکلو عادي دي او ډير یې ددې له زیانونو خبر هم دي، پوهان وایي چې د سګریټ څکونکو سږي له عادي حالت څخه بیخي بدل وي، انترنیت پر سګریټ د اخته کسانو ناروغو سږو څخه ډک دی، د کوم کتل چې تاسې ممکن ډیر خپه کړي او د سګریټ څکلو زیان سربېره نور زیان هم درورسوي.

خپل نوم

پر انترنیت نن سبا هیڅ یو شی پټ نه پاتې کیږي، که تاسې خپل نوم پر ګوګل ولټوئ نو ډیر احتمال شته چې د ځینې ناخوښه پایلو سره مخ شئ، ځینې خراب عکسونه، تیر معلومات، نامناسب مواد او داسې نور چې تاسې یې نه خوښوئ، ددغه څیزونو حذفول هم ستاسې له وسه بهر وي، نو ښه داده چې د خپل نوم لټولو څخه ډډه وکړئ.

چینجي

که تاسې پر ګوګل چینجیان لټوئ نو ددې لپاره ځانګړي اصطلاحات وکاروئ، که نه نو داسې عکسونه به مو مخ ته راشي چې غوني به مو ځیګ کړي، دغسې معلومات مو ذهني روغتیا ته هم زیان رسوي، نو ځان ترې وساتئ.

داسې څه چې د شرم وړ وي

پر ګوګل د هر څه لټون ممکن دی، په دې کې هغه مواد هم شامل دي چې تاسې د بل پرمخ د شرم سره مخ کولی شي، مګر له دې پرته تاسې نه غواړئ هغه اعلانونه وګورئ چې د کمپيوټر په سکرین ناڅاپي راڅرګندیږي چې تاسې د بل پرمخ شرموي، داسې هغه مهال پېښيږي چې تاسې په ګوګل ناسم او د شرم وړ مواد ولټوئ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close