دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام دښمنان وايي: مسلمانان سره وپاشئ!«څلورمه برخه»

 ډېوه همت لور

اوسمهال د مسلمانانو د مغلوبېدو له لاملونو څخه یو لامل هم د اسلام د دښمنا نو له لوري په مسلمانانو کي بیلوالی راوستل او درز پکښي اچول دي . د نړۍ کفارو، انسي او جني شیطانانو د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي دي، ملاوي یې تړلي دي، شپه او ورځ د مسلمانانو د پاشلو او په نفاق اخته کولو لپاره کار کوي او په دې هکله تر ډېره حده پورې خپلو شومو موخو ته رسېدلي هم دي.

هغوی درک کړې ده چي د اسلام او مسلمانانو بری د اسلامي امت په یو والي کي دی. له همدې امله دی چي لوی څښتن تعالی مسلمانانو ته امر کړی دی او په ډېر تاکید سره ورته یې فرمایلي دي:

﴿ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (103) وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105) ﴾ [آل‌عمران: 103].

ژباړه: ١٠٣. او (ټول په ګډه) د الله (د قرآن او نبوي سنتو نه شلېدونکې) رسۍ ټينګه ونيسئ او په خپلو منځو کي درز مه را منځ ته کوئ (او داسي کار مه کوئ چي ستاسي د بې اتفاقۍ لامل سي) او الله چي پر تاسي کومه (لويه) پېرزوينه کړې ده هغه درياده کړئ. کله چي تاسي (اى مسلمانانو تر اسلام د مخه) يو وخت يو د بل دښمنان واست، بيا الله (ستاسي زړونه د هغه او د هغه د پيغمبر پر مينه او محبت سره يوموټۍ کړل او د دې ميني په برکت يې) ستاسي په زړونو کي يو د بل مينه واچول او د هغه په پېرزوينه او لورېينه تاسي يو له بله سره وروڼه سولاست، (همدا راز) تاسي (د بت پالني ، شرک له امله او ډول ډول بې اتفاقيو) ديوې له اوره ډکي کندي (دوږخ) پر غاړه ولاړ واست، الله تاسي (په اسلام سره) ورڅخه وژغورﻻست (او ايمان يې در په برخه کړ. نو لکه څنګه چي الله تاسي ته د سم او صحيح ايمان نخښي څرګندي کړې)، په دغه شان الله خپلي نښانې(او ټول هغه څه چي ستاسي ښېګڼه پکښي نغښتې وي) تاسي ته څرګندوي ، چي تاسي په دغو نښانو سره د ځانو د ژغورني سمي لاري ته را سئ.(پر هغې ولاړ سئ او ځني وانه وړئ).

١٠٤. او (اى مومنانو!)په تاسي کي بايد داسي يوه ډله وي چي (لازمي ښووني ورته وسي او قرآن او سنت او د شريعت احکام زده کړي او) افراد يې (خلک) د ټولو هغو ښېګڼو لوري ته وبولي (چي الله يې خوښوي) او د نېکۍ لارښوونه ورته وکړي او له بديو(د شرعي او عقل له مخي له ناوړو چارو) يې را وګرځوي. کوم خلک چي دا کار کوي (په دنيا او آخرت کي) د بشپړ بري خاوندان دي.

١٠٥. او (اى مومنانو!) د هغو خلکو (اهل کتابو) غوندي مه کېږئ چي(حق او) څرګند دلايل ورته وښوول سول ، خو تر هغو وروسته هم دوى سره بېل سول (په منځ کي يې عداوت او بغض ولوېد او پر ډلو او ګوندونوسره ووېشل سول) او (د دين په اصولو کي يې) اختلافونه وکړل (په شخړو سره اخته سول) او دغسي وګړوته سخته سزا ټاکل ده.

درنو لوستونکو! که لږ څه پورتني آیت ته ځېر سو، نو راته څرګنده به سي چي اوسمهال د مسلمانانو د مغلوبېدو اساسي لامل د لوی څښتن تعالی له امر څخه سرغړونه کول دي. لوی څښتن واضح فرمایلي دي او موږ ته یې امر کړی دی چي مه سره بېلېږئ، د پښتون او غير پښتون، شيعه او سني، حنفي او وهابي په نومونو دخپلو مسلمانانو وړونو سره مه جنګیږئ، په کوچنيو موضوعګانو باندي د یو بل څخه مه بیلیږئ. د حزبونو او ډلو په جوړولو او د غير شرعي او د پردو په مديريت انتخاباتو په ترسره کولو سره د یو بل په وړاندي مه دریږئ. خو له بده مرغه د شرم ځای دی چي اوسمهال زموږ ډېر وخت په همدې کارونو باندي تیریږي.

کله چي د اسلام دښمنانو په فرانسه کي د مسلمانانو د کمزوره کولو لپاره ستره غونډه ونیول ، نودې نتیجې ته سره ورسېدل چي د مسلمانانو تر منځ باید ډلي او حزبونه جوړ سي او بیا دا ډلي د یو بل په وړاندي ودرول سي او ځیني هغه مسایل چي د هغو په مرسته د دغو ډلو تر منځ بېل والی را منځته کیږي مطرح سي.

د مسلمانانو د بېل والي او تفرقې څخه په ګټه اخیستو سره اوسمهال د اسلام دښمنان خپلي موخي ته رسېدلي دي. نو که لږ په انصاف سره او د هر ډول تعصب څخه لیري فکر وکړو آیا اوسمهال ددې وخت دی چي موږ په داسي کړکېچنو حالاتو کي خپل ځانونه په شخړو او حزب او حزب بازيو او ډلو ټپلو جوړولو او د هغو په وسيله په خپلو منځونو کي په دښمنيو او لانجو بوخت کړو؟ آیا دا وخت د دی دی چي موږ ځانونه په داسي کوچنيو مسایلو اخته کړو چي فقط موږ ټولو ته جدي تاوانونه رسول او يا هم د وخت ضایع کول دي؟!

اوس پر مسلمانانو باندي د کفارو د تسلط په وخت کي مسلمانانو ته نه ښايي چي ان د اوداسه د تازه کولو پر مسایلو باندي لا اختلاف وکړي. یا پر دې اختلاف وکړي چي په لمانځه کي لاسونه پورته ونیسو که کښته؟ په روژه کي شل رکعته تراویح وکړو که اته؟ آیا دا به منطقي وي چي د یوه دین پيروان او د یوه هیواد وګړي په یوه مځکه کي پر داسي جزوي مسایلو باندي د یو بل سره مخالفت وکړي؟!

ابو نعیم او ابن عساکر له حبیب بن ابي ثابت څخه روایت کړی دی چي د یرموک په غزا کي حارث بن هشام ، عکرمه بن ابي جهل او عیاش بن ابي ربیعه رضي الله عنهم ټپیان سول. حارث بن هشام اوبه را وغواړي خو کله چي متوجې سي چي عکرمه د هغه لور ته ګوري. نو ووايي: دا اوبه عکرمه ته ورکړئ. عکرمه هغه واخلي. په دې وخت کي عیاش د اوبو لور ته وګوري. عکرمه ووایي: دا اوبه عیاش ته ورکړئ. خو مخکي له دې چي عیاش ته اوبه ورسیږي، هغه شهید سي. بیا چي اوبه عکرمه ته ور وړي، هغه هم شهید سوی وي. همداسي ټول خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په اصل کي خو د مسلمانانو تر منځ باید همداسي ورور ولي موجوده وي چي د نورو مسلمانانو وړونو د اړتيا په شتون کي د انسان له ستوني یو غوړپ اوبه هم کښته نه سي.

درنو لوستونکو! اسلامي امت د نړۍ تر ټولو ستر امت دی او لامل یې هم دادی چي اسلام د یو والي او ورورولي دین دی. هغه ورور ولي چي په نړۍ کي هیچ بل دین له دغسي یوه اصل څخه برخمن نه دی. خو نن چي موږ داسي خوار او مغلوب یو، د کفارو تر ولکې او سلطې لاندي ژوند کوو دا له دې امله دی چي د لوی څښتن تعالی هغه وینا چي فرمایلي یې دي ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ مو هیره کړې ده.

هو! دا چي اسلامي امت پر ټولي نړۍ باندي واکمن وو او هیچ قدرت ماته نه سوای ورکولای، علت یې هم دا وو چي شعار یې یو والی او اتحاد وو.

موږ اوس هم کولای سو چي یو ځل بیا پر نړیوالو باندي واکمن سو ، که یوازي پر اتحاد او یو والي باندي عمل وکړو او د اسلامي امت یو والي ته کار وکړو. که چیري موږ یو ځل بیا یو واحد ملت سو او د بدلون راوستلو او د وړاندي تلو لپاره ټینګ هوډ وکړو ، څه فکر کوئ بدلون شونی نه دی؟ که یو والي د اسلام او مسلمانانو د بري شرط نه وای، نو ولي به لوی څښتن تعالی په قرآن کریم کي څو څو ځایه د مسلمانانو د یو والي په اړه ټینګار کولای؟! لوی څښتن تعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ (92) ﴾[الانبياء :۹۲ او المؤمنون ۵۲].

ژباړه: ۹۲. ( ای خلکو !) بې له کومه شکه دغه (دين چي ټولو پيغمبرانو بلنه ورته کول) ستاسي يو دين او يو ملت دی کوم چي، د توحيد (او د اسلام) دين دی او زه ستاسي ټولو پالونکی څښتن يم، نو يوازي ماته عبادت ځانګړی کړئ.

د خدای روی دی نور راویښ سئ ! د اسلام دښمنان او کفار د دغه واحد امت له بېري تر ننه پوري زموږ سره جنګیږي. او نن هغوی په ښه توګه توانیدلي دي چي د اسلامي ولس تر منځ درزونه رامنځته کړي او سره و یې پاشي. پر بېلا بېلو حزبونو یې سره وویشي. د سني او شیعه او دې او هغه په نومونو مو سره وجنګوي. د تاجک او پښتون په نامه مو خوار او اسکېرلي کړي. خو که متوجې سو خپله یې اروپایي مشترک بازارونه جوړ کړي دي. مشترک پولي واحد( یورو) یې را منځته کړي دي.

مشترکې ویزې یې جوړي کړي دي. تر دې چي خپل هیوادونه یې ایالات متحده نومولي دي. د هغو په سپېڅلي کتاب کي داسي کوم حکم یا امر موجود نه دی چي دوی ورته متوجې سي او سره یو سي، خو هغو مسلمانانو ته په کتو سره د یو والي پیاوړتیا ته متوجې سوي دي او عمل یې پر کړی دی. خو موږ چي قرآنکریم مو په لاس کي دی . د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مو مخي ته موجود دي او لوی څښتن څو څو ځایه همدا ویلي دي چي یو ولس اوسئ او مه سره بېلیږئ ، بیا هم وینو چي بېل بېل سوي یو او بیا وایو چي ولي مغلوب یو؟ هر یو د خپل ځان په غم اخته یو .

د هر یوه سره یوازي د خپل ځان غم ورسره دی. او بیا وایو اسلام زموږ لپاره څه کړي دي؟! بیا هم راځو همدې خبري ته چي مشکل په اسلام کي نه، په موږ کي دي. د اسلام د دښمنانو شومو موخو پر موږ دونه اغېزه کړې ده چي اوسمهال اسلامي ولس خو څه ، دوه وړونه تر یو چت لاندي ژوند نسي کولای. واده چي د کورنۍ د رامنځته کولو یوه موخه ده، اوسمهال د کورنیو د پاشلو لپاره تر سره کیږي. یو پلار او زوی په یوه مفکوره په یوه کور کي نه سره چلیږي. هر یو د خود پرستۍ د حس درلودلو له امله یوازي د ځان لپاره ژوند کول غواړي. د یوې ویني او یوه نسب د وړونو تر منځ چي دا حال وي ، نو د اسلامي امت د یو والي څخه به څنګه هیله ولرو؟!

ښه مي په یاد دي یو وخت مي په کتابتون کي د څلورم یا شپږم ټولګي کتاب تر سترګو سو چي یوه کیسه پکښي لیکلې وه. یو وخت یو سپین زیری پلار چي شپږ زامن یې درلودل ټول را وغواړي او یوه دسته کوچني لرګي ورکړي او ورته ووايي: دا ټول په یوه پلا مات کړئ. ټول زامن زور په ووهي ، خو د هغو په ماتولو د یوه هم وس ونه رسیږي. بیا سپین زیری پلار هغه دسته لرګي سره بېل کړي او ورته ووايي: اوس دا دانه دانه مات کړئ. زامن یې ژر ژر ټول لرګي دانه دانه مات کړي. نو پلار یې ورته ووايي: زامنو زما د مرګ وخت را نژدې سوی دی او تاسي سره پاته کیږي. که تر ما وروسته د دې لرګو په شان سره یو ځای واست، هیڅ ډول ځواک او طاقت تاسي نه سي ماتولای او که سره بېل سواست، نو ډېر ژر به د دې لرګيو په شان دانه دانه ماته سئ.

هو، تل د یوې ټولني او ولس د مغلوبېدو او بدمرغۍ تر شا د وګړو تر منځ د یو والي د نه شتون لامل موجود وي. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو هلته یې ولیدل چي د دوو قومونو اوس او خزرج تر منځ یوه اوږده جګړه نښتې ده چي لامل یې هم یهود وه. لومړی اوس او خزرج دوو قومونو په ډېر امن کي ژوند درلود. خو کله چي یهود د لومړي ځل لپاره مدینې منورې ته ولاړ سي، نو هلته ځانونه پردي احساس کړي . ځکه نو د نوموړو دوو قومونو تر منځ د تفرقې په اچولو سره دا دوه قومونه په جنګ سره واچوي او کرار کرار مدینه منوره او د هغې ټول عمده اوګټور اقتصاد او تجارت ځني ونیسي . خو کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف یو وړ او د جګړې اصلي لامل یې وموند، د لومړي ځل لپاره یې د مسلمانانو تر منځ د ورور ولۍ تړون تر سره کړ. هم هغه وو چي په مدینې منورې کي هم په لږ وخت کي د ورورولۍ او امن آرامه فضا خپره سي.

درنو لوستونکو ! زموږ دین د یو والي دین دی. زموږ کلمه یوه او د يووالي کلمه ده. پنځه وخته لمونځونه په مسجدونو کي یو ځای تر سره کیږي. د جمعې په ورځ خطبه او لمونځ مو په یو والي سره تر سره کیږي. د اخترونو لمونځونه مو یو ځای، تر یو چت لاندي په یو والي سره تر سره کیږي. د حج او عمرې مناسک مو یو ځای تر سره کیږي. د روژې میاشتي عبادتونه مو یو ځای تر سره کیږي. د جنازې لمونځونه مو په یو والي سره تر سره کیږي او داسي نور.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ المُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا» وَشَبَّكَ أَصَابِعَهُ. بخاري، کتاب، الصلاة، باب تشبيك الأصابع في المسجد وغيره، ۴۸۱ حديث او مسلم، کتاب البر والصلة والآداب، باب تراحم المؤمنين وتعاطفهم وتعاضدهم،۶۴۸۰ / 2585 شمېره حديث.

ژباړه: مسلمان د مسلمان لپاره د ودانۍ (تعمير) د خښتو غوندي دی، چي ځيني يې ځيني ټينګوي او پياوړي کوي، او د دې خبري د کولو سره يې خپلي کوتي سره کښې ايستلې.

دغه راز پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي دي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» بخاري کتاب الادب، باب رحمة الناس والبهائم، 6011 شمېره حديث. او مسلم، کتاب البر والصلة والآداب، باب تراحم المؤمنين وتعاطفهم وتعاضدهم،۶۴۸۱ / 258۶ شمېره حديث، د حديث الفاظ د مسلم دي.
ژباړه : مومنان په دوستي، لورېينه (ترحم) او مهرباني کي د يوه بدن غوندي دي. کله چي له دغه بدن څخه يو غړی په درد اخته سي او شکايت ځني وکړي، ټول بدن په بېخوبي او تبه ور سره اخته سي.

یو وخت د ابو ذر غفاري رضي الله عنه او بلال رضي الله عنه تر منځ شخړه وسي. ابو ذر غفاري رضي الله عنه بلال رضي الله عنه ته ووايي: ځه د تورۍ زو! د دې په اورېدو سره بلال رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسي او د ابو ذر غفاري رضي الله عنه شکایت ورته وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې په اورېدو سره ابو ذر غفاري رضي الله عنه ته ور ږغ کړي او ورته ووايي: آیا د ده مور ته دي د ده د تور والي له امله بد ویلي دي؟ په تا کي اوس هم د جاهلیت فرهنګ موجود دی.

فکروکړئ ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو ذر غفاري رضي الله عنه د تورۍ ویلو له امله د جاهلیت دورې ته منسوب کړ، نو موږ او تاسي چي خپلو مسلمانانو وړونو ته بد او رد وایو ، په ناحقه اړیکي ورسره شلوو، د ژبي او قوم په تور تعصب ورسره کوو، که نن رسول الله صلی الله علیه وسلم شتون درلود ، موږ به یې کوم قوم او دورې ته منسوب کړي وای؟!

په یاد ولرئ ! که په زرګونو ډبري او پخې خښتي سره پاشلي وي، له هغو څخه څه نه جوړیږي، تر څو چي څنګ پر څنګ د یو بل په اړخ کي سره ونه اوډل سي. نو څه فکر کوئ د نړۍ دا دونه مسلمانان چي سره تيت او پاشلي دي، دوی به په داسي بې اتفاقي سره کومي موخي ته ورسیږي؟!

په روایتونو کي راغلي دي چي حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه به ماشومان په غیږ کي ټینګ نیول تر دې چي سرونه به یې د یو بل سره ډېر نژدې کېدل او ورته فرمایل به یې: داسي سره نزدې اوسئ! یعني متحد او په اتفاق سره اوسئ!

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت سوی دی چي د دو شنبې په ورځ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند وروستۍ ورځ وه ، مسلمانانو د سهار د لمانځه لپاره په مسجد کي په ابو بکر صدیق پسې پر لمانځه درېدلي وه. په دې وخت کي ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم د بي بي عایشې د خوني پرده پورته کړه او صحابه وو چي د لمانځه لپاره صفونه جوړ کړي وه، ورته وکتل او خوږه مسکا یې پر شونډو څرګنده سوه چي زما پرته هم اسلامي امت په یو والي سره په لمانځه بوخت دي. ابو بکر رضي الله عنه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدی د امامت له ځایه د شا په صف ورګډ سو او فکر یې وکړ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم غواړي چي لمونځ ورکړي. حضرت انس رضي الله عنه وايي ، کله چي مسلمانانو رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي د خوښیو په حالت کي وویني، نو دومره خوشحاله سي چي نژدې د لمانځه څخه سلام وګرځوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځانونه ورسوي. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره اشاره ورته وکړي چي خپل لمانځه ته ادامه ورکړئ. (بخاري ، کتاب مغازي، باب مرض النبي صلى الله عليه وسلم ووفاته، 4448 شمېره حديث).

اوس نو راسئ تر هر څه دمخه زموږ د هيواد او بيا نورو مسلمانانو اتفاق، یو والي، او اتحاد ته. اسلام هر څه راته ښوولي او برابر کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څه عملي را ښوولي دي. د لارښووني لپاره قرآن کریم او احادیث شریف را سره موجود دي، اسلامي تاریخ لیکل سوی دی او بیا هم وایو چي ولي مغلوب یو؟ بیا مو هم د کفارو شوم شعار ته چي وايي: « بېل يې کړه اېل يې کړه !». زمینه برابره کړې ده. اوس نو یو لږ تاسي هم منصفانه پرېکړه وکړئ چي مشکل په اسلام کي دی، که په موږ کي؟

نور بیا…..

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَاَنْزَلْنَا مَعَهُـمُ الْكِتَابَ وَالْمِيْـزَانَ لِيَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَاَنْزَلْنَا بیشکه راولیږل موږپیغمبران خپل په واضحونخښوسره اوراوه می لیږل ددوی سره کتابونه اوترازودانصاف چه قایم اوسیږی خلک پرانصاف اوراوه لیږله اوسپنه الْحَدِيْدَ فِيْهِ بَاْسٌ شَدِيْدٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاس ِ چه پکښی دجنګ قوت سخت دۍ اوفائدی دی دخلکودپاره وَلِيَعْلَمَ اللّـٰهُ مَنْ يَّنْصُرُهٝ وَرُسُلَـهٝ بِالْغَيْبِ ۚ اِنَّ اللّـٰهَ قَوِىٌّ عَزِيْزٌ (25) اوچه معلوم کی الله چه څوک مدد کوی دده اودده درسول بی لیدو،بیشکه الله ډیرزورآور غالب دۍ(الحدید ۲۵) داسلامی دیانت اساس پرغلبی،شوکت،فتح اوعزت په طلب ایښودل سوۍ دۍ – اومسلمانانوته امرسوۍ دۍ چه هرهغه قانون شاته وغورځوۍ چه… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

قرآن حکیم شان په معنی زده کۍ ددنیا اوآخرت دواړی ګټی پکښی دی که دالله (ج )پروعده یقین لرۍ ترپاکلتواوغټوعلمونفعه لری نورعلم عقل زیاتوی هم ډیرګټوردۍ په دنیاکی مثلاًعالم تیاره جوړوی بیعلمه دخره ریړۍ نسی جوړولای الله په قرآن کریم کی فرمایی انسان موداستعداد اوتکامل له عالی ترینودرجو وخلاقۍ بیاموپست ترینودرجوته وګرزاوۍیعنی حیوان ناطق می کړۍ چه دعلم په واسطه داستعداد اوتکامل درجی ته رسیږی. وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ﴿٨٩﴾ معنی:اوموږنازل کۍ پرتاباندی داکتاب(قرآن)دبیانولودپاره دهرشی هدایت،رحمت اوزیرۍ دۍ مسلمانانوته.۱۶(-النحل ۸۹-)نوچه معنی یی نه زده کوی فقط لکه طوطی هسی وایی نودڅشی څخه هدایت اخلی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close