
طالبانو او امريکا د توافقنامې د لاسلیک نېټه اعلان کړه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، له طالبانو سره د تشدد د کموالي په برخه کې توافق ته رسېدلي او د دواړو لورو تر منځ به د سولې توافقنامه د روانې میاشتې په نهه ویشتمه نېټه لاسلیک شي.
د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، د خپلو او متحدینو د عسکرو د شمېر راکمولو او په افغان خاوره کې د بهرنیو ترورستي ډلو د فعالیت د مخې نیولو لپاره د سیاسي حل لټولو په موخه له طالبانو سره په خبرو بوخت دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي « موږ له خپل مذاکراتي ټيم او په افغانستان کې د ملي وحدت له حکومت سره تر سلا مشورو وروسته له طالبانو سره د تشدد د هر اړخیز کموالي په برخه کې یوه توافق ته رسېدلي يو، که چېرې دا کار په بریالي توګه ترسره شي، د سولې د هغې توافقنامې لاسلیک ته به ور وړاندې شو، چې د روانې فبروري میاشتې په نهه ویشتمه نېټه یې د امضاء تمه ده.»
د خبرپاڼې په بنسټ، د توافقنامې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل کېږي، تر څو د افغانستان د راتلونکي سیاسي چوکاټ په اړه پکې خبرې وشوې او یوه تلپاتې اوربند ته لاره هواره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سوله یوازې هغه وخت شونې بللې، چې ددوی په خبره افغانان سره مخامخ خبرې وکړې.
امریکا ددې تر څنګ له طالبانو سره توافق ته رسېدل د سولې یو فرصت بللی، له افغانانو یې غوښتي، څو له دې فرصت ګټه واخلي او تر څنګ یې د قطر په ګډون له ټولو هغو لورو مننه کړې، چې ددوی په خبره، د سولې په پروسه کې یې هڅې کړې.
بل لور ته طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په بنسټ سره د امریکا له لوري د توافقنامي د لاسلیک اعلان شوې نېټه تایید کړه او په خبره یې، اوس به دواړه لوري د لاسلیک لپاره د فضاء د جوړلو هڅه کوي او دې مراسمو ته به یو شمېر نړیوال سازمانونه او د ځینو هیوادونو استازي دعوتوي.
د طالبانو په خبره « د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري.»
امریکا او طالبان چې له مذاکراتو یې نږدې یو نیم کال تېرېږي، تر سختو او پېچلو خبرو وروسته دې ځای ته رسېدلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «عبدالسلام حنفي» له نن ټکی اسیا سره په خپله مرکه کې ویلي وو، چې که له امریکا سره توافق لاسلیک شي، ورسره یو ځای به د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر پیلېږي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه به شروع کېږي.
د حنفي په خبره، له توافق سره هم مهاله او تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې به پنځه زره طالب بندیان ازادېږي او په غبرګون کې به یې طالبان زر تنه د مقابل اړخ بندیان ازادوي.
په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک نېټه په داسې حال کې وروستۍ کېږي، چې په هیواد کې د ټاکنو د پایلو اعلان سیاسي فضاء کړکېچنه کړې او ځینو ټاکنیزو ډلو د موازي حکومتم د جوړولو اعلان کړی.
اوس یی منم چی امضا کیږی ځکه چی امریکایانو ویلی خو کچیری شاهین یی بیا هم وویی چی تر آخر د میاشتی به امضا شی نه یی منم. ماته سوال دا دی چی د توافقنامی سره به سوله راشی، کار او باز به پیدا شی، هوسا ژوند به د افغانانو پر نصیب شی او یا به یو نوی پړاو د جنګ پرانیزل شی؟
د طالبانو حکومت خو مونږه ولید الله د هیڅ کله هغسی حکومت بیا نراولی، د لوږی تندی، بیوزلی او در په دری حکومت. الله د وکړی چی طالبان سړی شوی وی او دنیا والو سره سیالی وکړی.