افغانستان

پاکستان په افغانستان کې د جګړې د شدت له کموالي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): وروسته له هغه، چې طالب او امریکايي لوري په افغانستان کې د جګړې د شدت په اووه ورځني کموالي توافق وکړ، پاکستان له دې ګام هرکلی کړی او یو ځل بیا یې د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی.

پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې پروسې ته خپله ژمنتیا یاده کړې او تر څنګ یې زیاته کړې، چې دا هیواد د طالب او امریکایي استازو له هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې د جګړې د شدت د کموالي په تړاو شوې.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « موږ باور لرو، چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافق به د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي او ټول افغان ګوندونه به دا شېبه فرصت وبولي او د شخړې د یوه سیاسي حل د را ایستلو او د سرتاسري سولې د راوستلو لپاره به خپلې هڅې وکړي.»

پاکستان یو ځل بیا له یوه سوله ییز، با ثباته او له ګاونډیانو سره د حسنه روابطو درلودونکي افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او تر څنګ یې په نړیوالې ټولنې غږ کړی، څو په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره شرایط اماده کړي او په دې توګه افغان کډوالو ته  خپل هیواد ته د ستنېدلو زمینه برابره کړي.

یاده دې وي، چې نن ورځ طالب او امریکايي استازو نن ورځ د بېلو، بېلو اعلامیو له لارې په افغانستان کې د جګړې د شدت د کموالي له پرېکړې خبر ورکړ او د روانې میلادي میاشتې ۲۹ نېټه یې د توافقنامې د لاسلیک وخت یاد کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close