افغانستان

اوپن ديموکراسي خپرونه: د سولې تړون د طالبانو لپاره بريا او لويديځ لپاره ماتې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): له لندنه خپرېدونکې انلاين اوپن ديموکراسي ويب پاڼې د افغانستان سولې په اړه په خپره کړې مقاله کې ويلي، د سولې تړون به د طالبانو لپاره بريا او لويديځ لپاره ناکامه وي.

مقاله زياتوي، امريکا او متحدينو يې په تېرو اتلسو کالو کې د طالبانو پر ضد هر ډول فشارونه وکارول، خو دا ډله لا هم ځواکمنه ده او بالاخره امريکا ورسره د سولې خبرو ته غاړه کېښوده.

خپرونې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو او سولې تړون ته کتنه کړې ده او وايي، چې ايا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره رښتيا هم له طالبانو سره د سولې تړون ته لېوالتيا لري؟

ويب پاڼه وايي، تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ايا ټرمپ او د هغه سلاکاران په رښتيا هم له طالبانو سره د سولې تړون ته ژمن دي که نه؟

خو د چارو کاروپوهان د انلاين اوپن ديموکراسي د خپرونې پر خلاف د امريکا او طالبانو ترمنځ کېدونکې هوکړې ته خوشبين دي.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو کارپوه نصرالله ستانکزي ويلي، امريکا او متحدين يې د جګړې د دوام پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکوي او هڅه کوي، چې له سوله ييزو لارو روانې جګړې ته د پای ټکي کيږدي.

انلاين اوپن ديموکراسي دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې نن ماښام د امريکا او طالبانو ترمنځ د جګړې تشدد کمول پيل شوي او دواړه لوري وايي، د روانې فبرورۍ مياشتې په ۲۹مې به د سولې تړون لاسليک او ورپسې به بین الافغاني خبرې پيل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اوپن ( پرانیستل شوی ) دموکراسی خپرونی د مقالی دا ښکلی او سپیڅلی عنوان او هغه هم د کفارو او د دموکراسی د سازندګانو له خوا د ستاینی حیرانتیا وړ خبره ده.
د سپټمبر یوولسمی فاجعی یوه موخه دا هم وه چه په لویدیز کی اسلامی دعوت د بل هر وخت ډیر زیات شوی هره ورځ او هره اونی به په لسګونو او سلګونو مسلمانیدل د نړیوال استعمار زمامدارانو د ۹/۱۱ د همدی فاصلی زیږولو د پاره جوړه او عملی کړه چه خلک د اسلام او مسلمانانو سره په کرکه کی واچوی مسلمانان دهشتګری او اسلام د دهشتګرو دین جوړ کړی. په دی واسطه په اسلامی نړی کی مسلمانان وځپی او د نورو ادیانو په شان یی له حکومت او سیاسته لیری مساجدو کی بندیوان کړی.
ان الله خیر الماکرین ، افغان مجاهدینو ته الله ج داسی وړتیا او پیاوړتیا ورکړی چه بلاخره یی نړیوال استعمار په هغه ټوله لوی او مادی امکاناتو به ډونګو کړو او د روغی جوړی میز ته یی مجبوره کړو. تر دی چه د دوی دموکراتییکی خپرونی هم د دوی په ضد حقایق پیانوی یعنی هغه پرونی لوی فیل دومره کمزوری شوی چه اوس یی خپل پشی لاسونه هم ورباندی شاهدی وایی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close