افغانستان

عبدالله عبدالله: د جګړې د شدت کموالی د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ګټور ګام دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د شدت د کموالي پرېکړه یوه غوره اقدام دی او د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې ګټور واقع کېدای شي.

عبدالله عبدالله په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو او امریکا له لوري د جګړې د شدت د کموالي پرېکړه افغانان د یوه ګټور ګام په توګه ارزوي، چې کولای شي د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو، دایمي اوربند او یوې داسې سیاسي حل لارې ته لار پرانېزي، کومه چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د عبدالله په خبره، د یو مسئول جهت په توګه به په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي، همغږي به وښيي او د عملي کېدو په وړاندې ټولې شته ستونزې به له منځه یوسي، څو د افغانانو تر منځ د اجماع جوړېدو ته لار هواره کړي.

یاده دې وي، چې طالبانو او امریکا نن ورځ په رسمي ډول د جګړې د شدت کموالي د پړاو له پیل خبر ورکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او طالبانو د جلا، جلا اعلامیو په خپرولو سره یاده کړه، چې د دواړو لورو تر منځ به د سولې توافقنامه د روانې فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه امضاء کېږي او د شدت کموالی به ددې توافق لاسلیک ته فضاء برابره کړي.

بل لور ته طالبانو د یوې اعلامیې له لارې په خپلو جنګیالیو غږ کړی، څو بریدونه کم کړي؛ خو د تیارسي په حالت کې واوسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close