افغانستان

ذبيح الله مجاهد طالبانو ته د اوو ورځو په اړه سپارښتنې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې نن د شپې له دولس بجو وروسته د طالبانو او امريکا ترمنځ د تاوتريخوالي د کمېدو وخت پيل کيږي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد په طالبانو غږ کړی چې خپلو ورسپارل شويو مسؤليتونو ته پام وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې «اسلامي امارت له امریکایې جهت سره د توافقنامي د لاسلیک لپاره د مناسبي فضاء د رامنځ ته کولو موافقه کړي چي د راتلونکو ۷ ورځو لپاره به مجاهدین د ورکړل شوي پروګرام له مخي عمل کوي»

مجاهد ویلي چې که په دې موده کې له کوم طالب سره سوال او ستونزه پيدا کيږي بايد له خپلو مسؤلينو څخه هدايت واخلي.

نوموړي په طالبانو غږ کړی دی چې په دې اوو ورځو کې دې پخپلو ورسپارل شويو وظيفو او مسؤليتونو کې مشغول واوسي او تر خپل واک لاندې سيمو څخه دې نه وځي.

مجاهد زياتوي چې « د اسلامي امارت لخوا چي له مقابل لوري سره کوم عهد شوی، تاسو ټول پوهیږئ چې په عهد باندې وفا کول او تر خپله وخته پورې د وعدې پوره کول واجب دي، ټول مجاهدین دې په دې برخه کې د اطاعت اصل ته جدي متوجه وي»

هغه ويلي دي چې له اوو ورځو وروسته په اتمه ورځ به د طالبانو او امريکا ترمنځ موافقتنامه لاسليک شي او بيا به يې اړه معلومات او هدايت ورکړل شي.

بل لور ته په خواله رسنيو کې هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د جګړې د کموالي د توافقنامې په اړه افغانانو خوښي څرګنده کړې ده او د سولې د راتلو لپاره يې هيله مندي ښودلې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close