لیکنېنظــر

په نیویارک ټایمز کې د سراج الدين حقاني د مقالې مهم ټکي

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

د فبروري په شلمه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د طالبانو د مرستیال سراج الدین (حقاني) یوه مقاله نشر شوه چې په بهرنیو او محلي رسنیو کې یې ښه پراخ انعکاس ودرلود.

دا چې تر اوسه پوري په غربي ټولنه کې د افغانستان په اړه جګړه ییز ذهنیت حاکم دی نو ځکه ځینو د همدې ذهنیت لرونکو رسنیو پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې نیوکه کړې چې څرنګه یې د ښاغلي (حقاني) لیکنې ته په یوه داسې مهم کالم کې د خپریدو چانس ورکړ؟.

که څه هم چې دا هیښووونکې ده چې په نیویارک ټایمز غوندې مشهورې امریکايي ورځپاڼې کې دي د داسې چا مقاله نشر شي کوم چې امریکايي ځواکونو ته تر ټولو مطلوب او پر سر یې لس ملیونه امریکايي ډالره جائزه ټاکل شوې وي.

خو په دوحه کې د طالب او امریکايي چارواکو ترمنځ وروستيو مذاکراتي پرمختګونو او همدا راز په افغانستان کې شته واقعیتونو د افغانستان په سیاسي معادلاتو کې اوس ډیر داسې څه شوني کړي چې یو وخت یې په اړه تش تصور هم ناشونی و.

په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې د سراج الدین(حقاني) په مقاله کې څو ټکی ډیر د پام وړ دي چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:

لومړی: د لیکنې ځانګړی زماني اهمیت دي چې ښاغلی (حقاني) څرنګه وکړای شول په داسې حساس او مهم وخت کې له دغې مهمې امریکايي ورځپاڼې څخه امریکايي حکومت او ولس مخاطب کړي؟

دوهم: د لیکنې د مخاطبې لهجه یې داسې متوازنه او د وخت له سیاسي ادبیاتو سره برابره لهجه وه چې دوست او دښمن یې پر توازن او سوله ییزتوب اعتراف درلود او په خپلې لیکنې کې یېد طالبانو اړه د ټولو اندیښنو د رفع کولو ډاډ ورکړی و.

دریم: په لیکنه کې له امریکایانو وروسته افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د یوه داسې جامع او فغان شموله اسلامي نظام بڼه ترسیم شوې وه چې هر افغان ور کې ځان او خپل حق په ښه ډول لیدلای شي.

څلورم: په لیکنه کې د امریکایانو او نړیوالو هغو اندیښنو ته قناعت بښونکی ځواب ورکړل شوی کوم چې دوی یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه لري.

پنځم:له افغانستان څخه د امریکا په شمول د ټولو نظامي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د سهم اخیستنې بلنه ورکول چې تر پوځي مشارکت وروسته هغوی ته د افغانستان په بیارغونې کې د ملکي مساهمت د یوه ښه چانس په توګه تلقي کیدای شي.

شپږم : د جګړې د پایته رسیدو په لاره کې تر هرڅه وړندې د طرفینو ( طالبانو ـ امریکا ) لخوا اعتماد په رامنځته کیدلو باندې ټینګار او د سولې په توافق کې د شرطونه د نه ښودلو سپارښتنه.

د نیویارک ټایمز له لوري په داسې مهمه برخه کې چیري چې د ولسمشرانو او د نړۍ د مهمو شخصیتونو لیکنې خپریږي د خلیفه سراج الدین (حقاني ) مقاله خپریدل د دې استازولي هم کوي چې نور امریکایان په افغانستان کې د حقائقو منلو ته اماده او قانع شوي دي.

کنه همدا امریکایان وو چې د سراج الدین (حقاني) په شمول یې د هغه پلار ، د هغه ترونه او د هغه وروڼه ټول په تورلیست کې شامل کړی او د هر یوه پر سر یې په ملینونو دالري جائزې تعین کړي وي.

ښايي امریکایانو د افغانانو خلاف له خپلې اتلس کلنې بیهوده جګړې څخه چې د دوی په تاریخ کې تر ټولو اوږده ناکامه جګړه بلل شوې نور دا عبرت اخیستی وی چې د زور آزمايي، سرټمبګي ،حماقت او د دې ولس د مدافعینو پر سر د ډالري جائزو تعینولو په ځای له هغوی سره د تفاهم لاره غوړه کړي.

مطبوعات دغسي یوه سالم تفاهم ته د رسیدو په لاره کې ښه رول لوبولای شي.

ځکه د ښاغلي (حقاني) په لیکنه کې د طالبانو (اسلامي امارت) او امریکایانو ترمنځ د نیږدي کیدونکي هوکړه لیک په اړه هم وضاحت شوی کوم چې به د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په (۲۹) نیټه په دوحه کې لاسلیک شي.

چې د جګړې د پایته رسیدو او د مخاصمو لوریو ترمنځ تفاهم ته د رسیدو لپاره د نیویارک ټایمز معتبرې ورځپاڼې لخوا د افغانستان د جهاد او آزادۍ د لارې د یوه تر ټولو وتلي پوځي قومندان خلیفه سراج الدین( حقاني) معنا لرونکې مقاله خپرول یو ښه او پر وخت مناسب اقدام ګڼل کیږي.

پای

د ۱۳۹۸هجري لمریز کال

د کب دوهمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

فکر نه کیږی چه سراج الدین حقانی به د سولی غوشتونکی وی۰مګر که د انس خقانی خلاصون کوم مثبت تاثیر کړای وی۰سوله د هر افغان په ګټه ده هو که د پاکستان او ایران ګټی مدنظر نه وی۰پاکستان او ایران ولی د داکتر صاخب اشرف غنی مخالف دی ځکه اشرف غنی غواړی افغانستان اباد کړی او د یو قوی اقتصاد لرونکی وی۰ د افغانستان اوبه مهار کړی د افغانستان ذراعت اوتجارت ترقی وکړی۰بلکه پاکستان او ایران غواړی چه افغانستان یو اختیاج او مصرفی هیواد وی۰ نو قضاوت لوستونکی ته دی چه د افغانستان ملی ګتی باید مدنظر وی او که نه۰مننه

انجینر ظفرخان

دښاغلی حقاني دمقالی مهم ټکی یوه ملګری چی په امریکا کی اوسیږی هم شریک کړل، رښتیا هم چی ډیره موزونه او مناسبه مقاله یی لیکلی، ټول غربیان ورته ګوته په غاښ وو، خپله هم ډیرورباندی خوښ شوم ځکه چی دداسی اشخاصو شتون په مذاکراتی ټیم کی مقابل لوری ته قناعت ورکولی شوی او کولی شی خپل معقول وړاندیزونه په مقابل لوري ومنی

پالحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب الله ج دی تل راته ګړندی او ژوندی لره!
ستالیکنی خو تل په حقایقو تکیه لری ( د کاڼی کرښی دی ) مګر دا لیکنه چه د دروند مشر او مجاهد ورور حقانی صاحب د لیکنی څیړنه دی پکی کړی په زړه پوری وه الله ج دی اجرونه درکړی. زه به هم څه ورسره یوځای کړم:
لمړی: داخبره چه طالب مشران رشتونی دی څه چه یی په اوله ورځ ویلی چه هدف یی انحصار طلبی نه ده هغه اوس هم وایی د هیواد په پنځه نوی سلنه خاوره یی د الهی نظام بیرغ ورپیدلو مګر مشر ملا صاحب تر اخره د کابل ارګ ونه لیدلو. هغوی ویل چه له شراو فساد ژغورلو وروسته به افغان شموله حکومت جوړوی،اوس هم دغه خبره کوی.
دوهم: د دوهم اشغال په شروع کی یی د یوه میلمه د پاره یی ټول اسلامی امارت له لاسه ورکړو مګر اسلامی اصل ( کفارو ته د مسلمان میلمه سپارل ) یی ضمیر ونه منل.
دریم هماغسې چه په نظامی ډګر کی لاسبری دی په فرهنګی برخه کی د رشتونو خبرونو او حقایقو ترلاسه کولو د پاره امارت اسلامی ته مراجعه کوی، نو دا چه د دروند مشر حقانی صاحب اوسنی مضمون یی په نیو یارک ټایمز ته ژباړلی او نشر کړی د حیرانتیا وړ نه ده دوی تل د امارت لیکنی ګوری او د پام وړ ټکی تری راټولوی.
څلورم: تاسی لیکلی په کومه معتبره ورځپانه کی چه د ریسانو او معتبرو شخصیتو لیکنی خپریږی، هغوی ریسان نه غلامان دی په ښکاره ریسان او حقانی صاحب یو د هغو مهمو شخصیتو له ډلی دی چه هم یی خپل او هم مظلوم بشریت ته خپلواکی ترلاسه کوی تر ټولو ډیر مهم او د امریکا د ترمپ سیال شخصیت حقانی صاحب دی چه په قطر کی یی ورسره پهلوانی په میز چنی وهی تر دی لوی شخصیت به څوک ویی
پنځم: دیوی خبری سره چه یی زه موافق نه یم هغه دا چه حقانی صاحب امریکا او نورو لویانو ته د هیواد په بیا رغونه کی د وڼډی بلنه ورکړی، مونږ په دشمنانو او هغه هم د الله ج په دشمنانو خپل ټاټوبی بیا نه جوړوو زمونږ د ژوند کچه ښکته وه او ده د سبو او سوړسک او د هیواد په تولیداتو مو وخت تیرولی شو ځکه مو هر سوپرپاور لکه انګریزانو، روسانو او امریکایانو ته شرمیدلی ماتی ورکړی که مونږ هم په شامپوګانو سرونه پریمنځل شروع کړل بیا به زمونږ هیواد د ابرقدرتو هدیره کله هم نه شی مننه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close