افغانستان

د طالبانو نظامي کمېسیون: «مجاهدین دې د دښمن ساحو ته له ورتګ او له هغوی سره له رابطې ډډه وکړي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب  ۱۳۹۸): په داسې حال کې، چې تمه ده د نن شپې له دوولس بجو ها خوا د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق سره سم په هیواد کې د جګړې د شدت د کموالي پړاو پیل شي؛ د طالبانو نظامي کمېسیون یې په اړه خپلو جنګیالیو ته یو شمېر سپارښتني کړې.

د طالبانو د نظامي کمېسیون له ادرسه په خپره شوې اعلامیه کې طالب جنګیالیو ته امر شوی، چې د جګړې د شدت د کموالي په پړاو کې دې د ولایتونو په مرکزونو، د بهرنیو پوځیانو په اډو او د دولتي عسکرو په مراکزو سرتېري، تهاجمي، راکټي او هاواني بریدونه نه کوي.

د نظامي کمېسیون له قوله، په دې دوره کې به د امریکا له لوري د طالبانو په مرکزونو هم  نه هوایي بریدونه کېږي او نه به هم چاپې اچول کېږي.

ددې تر څنګ طالبانو ته جدي امر شوی، چې د دولت له کسانو سره له اړیکو او د هغوی سیمو ته له ورتګ ځان وساتي او دفاعي حالت غوره کړي.

طالب جنګالیو ته سپارښتنه شوې، چې د «دښمن» له لوري د وعده خلافي په وخت کې سمدستي له نظامي کمېسیون سره معلومات شریک کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافق په اساس به  د نن شپې له دوولس بجو وروسته تر اوو ورځو پورې د جګړې شدت راکمېږي.

په افغانستان کې دننه او د بهر ددې ګام تود هرکلی شوی او د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیل لپاره یو ګټور اقدام  بلل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مجاهدینو ورونو السلام علیکم و رحمته الله و برکاته! تر ټولو لمړی تاسی ته د الله ج د نصرت او ستاسی د بی ساری قربانیو د بریاوو مبارکی وایو او زمونږ سره مو الله جنتونه په برخه کړه. اوس په ډیر حساس پړاو کی قرار لری دا د پخوانو سنګرو کی د عملیاتو تر پړاو هم ډیر اهمیت لری دا یو ډول د اطاعت کولو او زیرکتیا ښودلو مرحله ده د تاوتریخوالی د کمولو د ماهیت سره سره شاوخوا او ټول چاپیریال د پوره څارنی او ساتنی لاندی ونیسی. د احد غزوه کی یو شمیر مجاهدینو ته امر شوی وو… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الله اکبر
قربان شم تر يوه امر او قوماندي. مجاهدين وړونه باپد اوضرور ذليل دښمن ته دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه او څرګنده کړي ، چي ټوله د يوه امر او قوماندې پيرو دي . او ددې توان او طاقت ورکي سته چي دا وران او ويجاړ هيواد اباد او داسلامي قوانينو په رڼا کي اداره او رهبري کړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close