افغانستان

اشرف غني د طالبانو له لوري د جګړې تشدد کمولو هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ کب ۱۳۹۸): د کابل حکومت مشر اشرف غني په خپلې تلويزوني وينا کې د طالبانو له لوري د اوو ورځو لپار د جګړې تشدد کمولو هرکلی

کړی، خو په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې د دې اوو ورځو پر مهال باید محتاطانه ګامونه پورته شي.

ښاغلي غني وويل، حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه کوله، خو چې هغوی د تاوتريخوالي په کمولو هوکړه کړې، دا هم د اوربند او تلپاتې سولې لپاره يو مهم ګام دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې امنيتي ځواکونو ته وويل، چې د تاوتريخوالي کمولو دستور عملي کړي، خو له طالبانو پرته د داعش او نورو ډلو پر خلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.

د اشرف غني په وينا د تاوتريخوالي کمولو يوې اونۍ پر مهال دولتي عسکر به وضعيت په جدي توګه څاري او وروسته به خلک ارزونه کوي او نور ګامونه به واخيستل شي.

د کابل حکومت مشر د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي کمولو هرکلی په داسې حال کې کړی، چې تر دې وړاندې  په بشپړ اوربند ټينګار کاو او د تاوتريخوالي کمولو طرحې منل يې له امکانه بهر بللي وو.

دا په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د جګړې تشدد په کمولو هوکړه شوې او نن شپه دولس بجې به دا لړۍ د يوې اونۍ لپاره پيل شي او د روانې فبرورۍ په ۲۹مه به په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د سولې له تړون وروسته به له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو وتل پيل او بین الافغاني خبرې شروع شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی ته خو د حقانی نه خوشی کیدل هم سره کرښه وه مګر هغه سره کرښه د یوه غلام په خوله یعنی قومانده ورته ورکړی شوی وه خو کله چه قومانده بدله شوه هغه سره په شنه کرښه بدله شوه.
غلام غنی ته خو د اوو ورځو د پاره اوربند هم سره کرښه وه مګر هغه سره کرښه د یوه غلام په خوله یعنی قومانده ورته ورکړی شوی وه خو کله چه قومانده بدله شوه هغه سره په شنه کرښه بدله شوه او داسی نور او نور.

اصل موضع
مجاهد اولس ته د سولی نه د بریا مبارکی وایو [ حق ورکول کیږی نه اخستل کیږی ]
د لمړی ځل د پاره بشری تاریخ کی په داسی جنګ کی بریا تر لاسه کول چه نړیوال استعمار پکی د لمړی ځل د پاره تشکیل شوی او د ټولو مادی امکاناتو سره یی نه یواځی مجاهدین محوه یا مهار نه کړی شول خپله نړیوال شامار ډړی وړی شو او د نړیوال حکومت تاسیسولو خوبونه یی خوب او خیال شو
اوس هم که په زخمی ښامار کی کومه ساه پاتی او د خوځښت وسه یی ورسیږی د همدی جوړ جاړی وخت کی به هم لتی ووهی لکه څو ورځی د مخه چه یی د مذاکراتو لړی وتړله. څو اونی وروسته یی د جوړجاړی بیا ننواتی پیل کړی.
هو! دا هم مه هیروی چه د کابل غلامان د امریکایانو په وتلو خوشاله نه دی د کابل غلامه اداره د امریکا په اوږو هغه هوایی ودانی ده چه د اوږو لیری کولو سره به نسکوره په زمکه پرته، نه یواځی د ډالرو بهیر به دریږی بلکه د غلامانو د ژوندی پاتی کیدول امکان به هم کم وی احتمالا چه غلام غنی د داعشیانو په واسطه د تاو تریخوالی د کمیدو د یوی اوني په اوږدو کی ځنی خونړی کړنی رامنځته او پړه یی په مجاهدینو واچوی. مجاهدین باید هوښیار او پوره څارنه او ساتنه ولری ترڅو په دی ډول د جوړ جاړی د ماتیدو پړه په مجاهدینو ونه تپی او مجاهدین هیوادوالو او نړیوالو ته ملامته او وحشیان ورونه پیژنی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close