ټکنالوژي

د کمپيوټر په نړۍ کې د کټ، کاپي او پيسټ اختراع کونکی ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): د نوې او مادرن کمپيوټر په دوره کې د کټ، کاپي او پيسټ اختراع کوونکی مشهور ساینس پوه «لاري ټيسلر» د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

د بهرني میډیا د راپورونو په وینا د لاري ټیسلر د مړینې خبر د زیروکس شرکت د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه تایید کړ، یاد ساینس پوه د عمر ډیری وخت د یاد سره شرکت سره په کار کولو تیر کړی دی.

Image result for cut copy paste

لاري ټیسلر د ایپل شرکت سره یوځای ۱۷ کاله دنده ترسره کړې ده.

د کټ، کاپي او پيسټ کولو ټکنالوژي هغه مهال ومنل شوه کله چې په ۱۹۸۳م کال کې د لاري ټیسلر لخوا د لیزا کمپیوټر په سافټویر کې شامله کړه.

د چاپ او ډیجیټل سند جوړونکي زیروکس شرکت وایي چې لاري ټیسلر د کټ cut، کاپي copy، پيسټ paste، لټون find، او بدلولو replace سربېره ګڼ شمېر نور کمانډونه هم اختراع کړي، له کوم څخه چې اوسمهال د کمپیوټر او ډیجیټل کاروونکي ګټه پورته کوي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close