افغانستان

یوناما: تېر میلادي کال کې لس زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وايي، په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جګړې د ښکېلو لورو له خوا لس زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېر میلادي کال کې لس زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له منځه یې ۳۴۰۳ تنه وژل شوي او ۶۹۸۹ نور ټپيان دی.

د یوناما د راپور له مخې، د ملکي مرګ ژوبلې دا کچه بې سارې ده او پرلپسې شپږم کال دی، چې د ملکي وګړو تلفات له لس زره اوړي.

یوناما ددې تر څنګ د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی، څو د جنګ اصول مراعات کړي، ملکي وګړو ته پام وکړي او تر خپله وسه د ولسي تلفاتو له رامنځته کېدو مخه ونیسي.

د یوناما له قوله، د اوښتو تلفاتو د ۱۶ سلنې مسئولیت دولتي ځواکونو، د ۱۲ سلنې مسئولیت داعش ډلې ته، ۸ سلنه یې نړیوالو امنیتي ځواکونو ته او ۴۷ سلنه نور یې طالبانو ته راجع کېږي.

یوناما په داسې حال کې د لس زره ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام خپروي، چې وروستیو څو میاشتو کې درنو بمباریو او چاپو تر بل هر وخت د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې او عامو وګړو ته يې بې ساري مرګ ژوبله اړولې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x