افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان په اړه  غږېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتوني ګوتریس» سره د تلیفون له لارې د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې کړې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه تلیفوني مکالمه تېره ورځ ترسره شوې، چې بشپړ جزئيات یې لا هم څرګند نه دي.

ظریف داسې مهال د افغانستان په وروستیو تحولاتو له ملګرو ملتونو سره غږېږي، چې له یوه لوري په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان سیاسي فضاء کړکېچنه کړې او بل لور ته طالب او امریکايي استازي توافق ته رسېدلي او د توافقنامې د لاسلیک په موخه یې د جګړې د شدت د کموالي پړاو پيل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x