د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته د څلور ویشت ساعته فعالیت اجازه ورکړل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په دوحه کې طالب او امریکايي استازي توافق ته ورسېدل او د توافقنامې تر لاسلیک وړاندې یې د جګړې د شدت د کموالي پرېکړه وکړه، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته د څلور ویشت ساعته خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي ازادي رادیو ته ویلي، چې دوی هڅه کوي، ټولې هغه تخنیکي او لوژیستکي ستونزې هم حل کړي، چې په ځینو سیمو کې یې د مخابراتي شبکو د فعالیت مخه نیولې.

تر دې وړاندې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته په محدود ډول اجازه ورکوله او د شپې له لوري د مخابراتي شبکو په فعالیت بشپړ بندیز وو.

دغه ګام د جګړې د شدت د کموالي له هغې پرېکړې سره هم مهاله اخستل شوی، چې له مخې به یې بهرني او دولتي ځواکونه د طالبانو پر مرکزونو او طالبان به د حکومتي او بهرنیو ځواکونو پر بېسونو بریدونه نه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close