د نن سرلیکنهلیکنې

عملیاتي محدودیت سولې ته د رسیدو په لاره کې یو عملی ګام

نن ټکی آسیا سرليکنه

نن په ټول هیواد کې د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د پوځي عملیاتو د توقف ورځ ده.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ له یوه کلن مذاکراتي بهیر وروسته د جګړې د پایته رسیدو او د سولې د تحقق په لاره کې دا لومړنی عملي ګام دی.

د دې عملي ګام په اخیستلو سره په ولس کې د سولې د تحقق په اړه هیلې راټوکیدلې.

که څه هم چې د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ دا عملیاتي محدودیت موقت او ډیر لنډ دی ، خو د باور جوړنې لپاره یو مهم فرصت دی چې رامنځته شوی دی.
که د جګړې ښکیل اړخونه د دې حوصله ولري چې همدا لاسته راغلی طلايي فرصت خوندي او د اوونۍ تر پایه پوري هغه ته ژمن پاتي شي ،کیدای شي د جګړې د پایته رسیدو په بعدي مراحلو یې اغیز ډیر مثبت وي.

د دغه عملیاتي محدودیت په اړه د طالبانو ، ناټو او کابل حکومت لخوا خپرې شوې اعلامیې ټولې هیله بښونکې دي.

یواځې د ښاغلي غني په وینا کې دا خبره چې (( له طالبانو پرته به د ټولو ترهګرو ډلو، داعش او القاعده په وړاندې د افغان ځواکونو عملیات روان وي او د طالبانو په مقابل کې به افغان ځواکونه یوازې د دفاع په حالت کې وي )) که څه هم اندیښنه پاروونکې خو د پیښیدو احتمال یې کم دی.

ځکه اوس مهال په افغانستان کې د القاعده، داعش او نورو ډلو شتون تر تبلیغاتي کچې محدود او عملي وجود یې کاملا منتفي دی.

په هر صورت دا ښکلی سوله ییز فرصت هم خپله افغانانو ته په لاس ورغلی و به ګورو چې هغوی تري څه ډول د خپل ځان او هیواد په ګټه تري استفاده کولای شي؟

د یوه سوله ییز افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

دا نن ورڅ چی زه به افغانستان کی د وینی د تویونی بندول وینم دا بیخی زما دپاره یو خوب دی اوس هم زما د پاره د منلو نه ده چی مونژ سولی ته رسیدلی یو او د یو پیاوږی افغانستان د پاره امادګی نیسو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x