
د بګرام خاطره«دريمه برخه»
م عبدالحليم مخدوم
ده راته کړل چې مونږ دلته ستاسو دوژلو او د وطن د اشغالولو لپاره نه یو راغلي، بلکه راغلې یو چې تروریستان ووژنو او ستاسو سره مرسته وکړو، تر څو مو وطن آباد کړی، ما ورته کړل دا خو ستاسو د مشرانو هغه درواغ دي چې دا څو کاله یې وايي، آمریکایانو دلته هغه بشري ضد جنایات ترسره کړل چې یو با احساسه او ژوندی ضمیر لرونکی انسان یې په بیان شرمېږي، آمریکايي چارواکي هڅه کوي چې تر ممکنه حده له نړیوالو حقایق پټ کړي، حتىٰ غواړي چې تاسو هم اغفال او له حالاتو مو ناخبره وساتي!
نو ته دا راته ووایه چې د داسې درواغجنو مشرانو لپاره جنګېدل او ځان وژل ستر حماقت او لیونتوب ندی؟! ولاړ شه خپل وطن او بچو ته، ترڅو دلته د دې درواغجنو مشرانو د ناوړه ګټو او او ناولو موخو لپاره د افغانانو دلاسه و نه وژل شې، ځکه افغانان د یرغلګرو په وژلو او شړلو کې ویاړلی او لړغونی تاریخ لري، تاریخ شاهد او ګواه دی چې دې وطن ته راتګ آسانه خو بېرته تګ ورنه ګران دی، ځکه چې افغانان د ښکېلاک ګر او یرغلګرو وژلو ته داسې لېواله دي لکه ډېر تږی چې د اوبو څښلو ته لېوالتیا لري، شاید ستا لپاره د تعجب وړ وي خو دزړه په غوږو یې واوره: د یرغلګرو او متجاوزینو په شړلو او وژلو کې، که افغانان وژل کېږي دا دوی دژوند تر ټولو ستر او هغه آخرنۍ هیله اوآرمان دی، ځکه خدای تعالی چې د دې مېړانې او سرښندنې په مقابل کې په هغې دنیا کې څه ورته تیار کړي او ورکوي یې، هغه په مراتبو د دې دنیا له شته امکاناتو ډېر او ښه دي، ځکه دا یوه مقدسه او ویاړلې جګړه ده، نو د داسې قوم سره مقابله کول ناشونې او بې له حماقته بل څه ندي! دلته ډېر داسې آمریکايي عسکر وژل شوي، او هره ورځ وژل کېږي چې آمریکايي چارواکو یې حتىٰ له تاسو څخه وژل کیدل پټ ساتلي او ساتي یې! آمریکايي چارواکي نه یواځې دا چې د آمریکا عوام اغفالوي بلکې ستاسو د احمقولو هڅه هم کوي! نو ته ولې په داسې یوې جګړې کي ځان وژنې؟!
سړي پوښتنه وکړه چي په کلي ډول مسلمانان ولې غیر مسلم نشي زغملی او د هغو دوژلو هڅه کوي، ځکه د اسلام تاریخ له جګړو ډک دی؟!
ما ورته کړل: تاسو خو تعلیم یافته یاست که د اسلام تاریخ سم مطالعه کړی نو و به مومی چې هیڅ کله هم مسلمانانو په کوم غیر اسلامي ملک تیری ندی کړی، بلکه همدا غیر مسلمان استعماري ملکونه او قوتونه دي چې اسلامي ملکونه کله په یوه او کله په بله بهانه لاندې کوي، چې ژوندۍ بیلګې یې پرون د روسانو یرغل په افغانستان و، او نن ستاسو آمریکایانو یرغل دی په افغانستان او عراق باندې، نو ته دا راته ووایه چې اوس افغانان او عراقیان له خپل ځان او وطن څخه د دفاع حق لري که یا؟!
تا سو د اسلام ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم وګورئ چې بې له کومې تورې اوټوپک یې د الله جل جلاله له طرفه د ورکړل شوي رسالت په رسولو کې د مکې د مشرکینو له خوا له څومره کړاونو او ناخوالو سره مخ شو! حتی چې د خپل پلرني ټاټوبي پرېښودلو ته اړ کړل شو، ترڅو چې د شپې په نیمايي کې له مکې څخه و مدینې منورې ته هجرت وکړي، د هغه مبارک په هغه وخت کې الهي رسالت او يواځېنۍ کار دا وو چې خلګ یې د بوتانو له عبادت څخه د یوه خدای جلا جلاله و عبادت ته رابلل او دعوتول، نور یې داسې څه نه و کړي چې هغه د ده مبارک او یا یې هم د پلویانو د تکلیف او آزار سبب شي، پلویان او لارویان یې په شعب ابي طالب کې د درې کلونو لپاره په پرله پسې ډول له سختو بندیزونو سره مخ کړل شول، چې خپلو ډیرو نژدې قریبانو یې لا اړیکې ورسره پرې کړې، له هجرته پس هم دی مبارک او لارویان یې په مدینه منوره کې د مکې د مشرکینو له لوري آرام ته پرېنښودل شول، بلکه د مکې مشرکینو د مدینې منورې له یهودو سره لاس یو کړ، او د مهاجرو مسلمانو لپاره یې رنګارنګ توطئې او دسیسې جوړې کړې، چې نبي کریم صلی الله علیه وسم او مسلمانان یې عکس العمل ته اړ کړل، چې د متقابل اقدام په پایله کې الله جل جلاله د مسلمانانو په لاس هم دیهودو دسیسې شنډې، او هم یې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بې له خاص جنګ، انتقام، غچ اخستنې او انسان وژنې خپل پلرني ټاټوبي ته د یو مهاجر او تبعید شوي په ډول نه، بلکه د یو مدبرفاتح په توګه داخل کړ،
نور مې هم د اسلام ځنې محاسن او ښېګڼې ورته بیان کړل، لکه د ګاونډي حقوق په اسلام کې، د مېلمه حقوق په اسلام کې، دمور او پلار د حقوقو په اړه مې وته وویل: الله جل جلاله له توحید وروسته خپل بندګان د مور او پلار سره احسان او نیکي ته رابلي او امر کوي، چې دا په غربي ټولنه کې نشته بلکه په لوېدیځ کې چې کله مور او پلار زاړه او بوډاګان شي نو د بوډاګانو لپاره چې کوم ځانګړی ځای جوړ شوی دی هلته یې ور تسلیموي، صرف یو کال او بل کال یې هم که پوښتنه په وکړه او که یا! نور نو بوډګان مور او پلار هلته خپل پاته عمر دبچیانو په فراق کې تېروي، مګر په اسلام او اسلامي ټولنه کې چې مور او پلار زړیږي قدر یې ډېریږي چې داهم داسلام یو امتیاز دی. ……
دعا او حوصله مو غواړم