
موازي حکومت؛ دوستم د سرپل لپاره نوی والی مقرر کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون «اشرف غني» د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند اعلان کړ، د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» او ګڼو نورو ټاکنیزو ډلو له لوري دا پایلې په بشپړ ډول رد شوې او د موازي حکومت د جوړولو غږ یې وکړ.
تازه په یوه اقدام کې د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم غړي «عبدالرشید دوستم» د سرپل لپاره له خپل لوري والي ټاکلی.
د راپورونو په اساس، عبدالله عبدالله ته نږدې کس «محمد نور رحماني» نن د دوستم له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولایت په چوکۍ کښېنول شوی.
که څه هم هم تر دې دمه حکومت پېښې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا د عبدالله عبدالله له لوري د موازي حکومت د جوړولو لومړنی ګام دی چې اخستل کېږي.
څه موده وړاندې هم دوستم د شمال په خلګو غږ کړی وو، څو د والیانو د معرفي کولو لپاره تیاری ونیسي.
مرک پر هغو جنايتکارانو چي د ګران افغانستان د بې دفاع خلکو په برخليک يې لوبو ته ملاتړې ده.
ژوندی دي وي ګران او زړه ته راتېر افغانستان او ژوندي دي وي زموږ پتمن خو مستضعف هيوادوال.
اللهم آمین یارب العلمین