
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): څو ساعته وړاندې بېلا بېلو سرچینو په افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې پېښې د تایید خبر ورکړی و.
ځینو سرچینو دغه خبر د هرات والي عبد القیوم رحیمي له خولې ورکړی و چې په یاد ولایت کې یې د پېښې تایید کړی دی.
خو د طلوع نیوز د خبر له مخې، د هرات والي او ددغه ولایت د روغتیا ریاست چارواکي یاده پېښه ردوي.
له دې وړاندې د ځینو سرچینو په وینا د هرات والي د یادې پښې تایید کړی او زیاته کړې یې ده، «یوه ناروغ کې د کرونا ویروس نښې موندل شوي دي.
په خواله رسنیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه دغه خبر په چټکۍ سره خپور شو خو وروسته د هرات والي او روغتیایي چارواکو ددغه خبر تردید وکړ.
عبدالقیوم رحیمی، والی هرات و نیز مسؤولان ریاست صحتعامۀ این ولایت، ثبت رویداد مثبت ویروس کرونا را در هرات تکذیب میکنند.
— TOLOnews (@TOLOnews) February 22, 2020
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د کرونا ویروس دوه پېښې ثبت شوې وې چې وروسته دواړو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو اوس د یاد هېواد د روغتیا ریاست چارواکي د ۱۱ نوې پېښو او د ۵ کسانو د وژل کېدو تایید کوي.
راپورونه وایي، د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه ۲۳۴۵ تنه وژل شوي او تر ۵۷زرو زیات پرې اخته شوي دي.
یاد ویروس له چین بهر نږدې ۳۰ هېوادونو ته خپور شوی چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان پرې اخته شوي او تر دې دمه یې له لسو زیات کسان وژلي دي.
له چین څخه بهر د کرونا ویروس تازه پېښې په اسرائیل، لبنان او ایټالیا کې ثبتې شوې دي، د یادو هېوادونو روغتیا وزیرانو د کرونا ویروس پېښو اعلان کړی دی.