افغانستان

ګارډين: د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسليک شېبې نږدې کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب ۱۳۹۸): له لندنه خپرېدونکې «ګارډين» ورځپاڼې ليکلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک ته شېبې نږدې کيږي.

ورځپاڼه وايي، که د جګړې تشدد کمولو پيل شوې اونۍ په بريا سره پای ته ورسيږي، دا به لويه لاسته راوړنه وي او د سولې تړون به لاسليک شي.

د جګړې تشدد کمولو اونۍ له تېرې شپې پيل شوې او تر اوسه د کومې امنيتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او طالبانو ويلي، د روانې فبرورۍ په ۲۹مه به د سولې تړون لاسليک او د بهرنيو پوځيانو وتل پيل شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به پنځه زره طالب بنديان خوشې شي او طالبان به هم زر حکومتي عسکر له خپلو زندانونو خوشې کړي.

ګارډين ورځپاڼه وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې له طالبانو سره به په دې خبرو کې د حکومت په استازولۍ څوک برخه واخلي؛ ځکه چې طالبانو ويلي، حکومت په رسميت نه پيژني او نه هم ورسره د رسمي جهت په توګه خبرې کوي، بلکې د نورو سياسي ډلو او شخصيتونو په څېر به حکومتي چارواکي هم په بین الافغاني خبرو کې ګډون ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا د طالبانو سره د امریکایانو د سولی تړون نه بلکه د افغانانو د خپلواکی تر لاسه کولو او د امریکایانو او اروپایانو دماتی ورځ ده یعنی افغانانو دوه ځلی بریا ترلاسه کړه لمړی دا چه خپله خپلواکی او دوهم داچه مظلوم بشریت یی د امریکایانو او اروپایانو له استثماره وژغورلو لکه د شوروی اتحاد څخه چه یی نه یوآځی خپله خپلواکی بلکه د مرکزی اسیا او شرقی اروپا هیوادو ته یی هم خپلواکی تر لاسه او حتی روسان یی د کمونیزم له شره وژغورل د حکومت په استازولۍ ؟؟؟؟؟؟؟ اشغال شوی هیواد کی حکومت شتون نه لری غلامه اداره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x