ورزش

د فوټبال ملي لوبډله په نړیواله ډلبندۍ کې پر پخواني مقام پاتې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د فیفا په نړیواله تازه درجه بندۍ کې په خپل پخواني مقام پاتې شوې ده.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې د هیواد فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۲م قطر نړیوال جام او د ۲۰۲۳م اسیایي جام سیالیو په ترڅ کې د بنګلدیش لوبډلې سره سیالۍ کوي.

د افغانستان ملي لوبډله په تیره نړیواله درجه بندۍ کې ۱۴۹م مقام درلود، خو په تازه درجه بندۍ کې د ۱۰۵۲ امتیازونو په ترلاسه کولو هم خپل دغه مقام ترلاسه کړی.

که څه هم افغان لوبډلې د نړیوال او اسیایي جامونو له اوو سیالیو څخه په پنځو کې ماتې خوړلې، یوه مساوي شوې او یوه کې بریا خپله کړې، خو بیا هم په خپل مقام ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.

د افغانستان ملي لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې د بنګلدیش پر وړاندې د مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه او د عمان پر وړاندې به د همدغې میاشتې په ۳۱مه نیټه سیالۍ ترسره کوي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په اسیایي لوبډلو کې ۳۰م مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx