افغانستان

یوناما او ناټو د عبدالله عبدالله وروستیو ګمارنو اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د عبدالله عبدالله د ډلې ملاتړي «رشید دوستم» د سرپل لپاره نوی والي وټاکه او د پنجشیر والي د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «يوناما» او ناټو سازمان ددې ګمارنو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په زور ګمارنې او یا هر ډول غیرقانوني اقدامات هغه هم په داسې حال کې، چې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو روان دی او افغانان د سولې په تمه دي؛ د سولې هیلې مړاوې کوي.

د یوناما له قوله، هر څه باید د خبرو له لارې حل شي او د نظام حکمونو ته احترام شي.

بل لور ته په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي «نیکولاس کي» د یوناما له دې پرېکړې خپل ملاتړ ښودلی او له افغان سیاسیونو یې غوښتي، څو د سولې د راتګ په لاره کې هڅې سره همغږې کړي.

یوناما او ناټو وروسته له هغه د عبدالله عبدالله وروستیو ګمارنو ته اندېښمن دي، چې نن ورځ د عبدالله پلوي «رشید دوستم» له لوري سرپل ته نوی والي معرفي کړ او د پنجشیر والي بیا له عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

ددې تر څنګ په ګڼو ولایتونو کې د اشرف غني انځورونه کښته یا هم څیري شوي او پر ځای يې د عبدالله عبدالله انځورونه لګول شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close