
طالبان: دا عام اوربند نه دی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب ۱۳۹۸): طالبانو ويلي، له امريکا سره د شوې هوکړې له مخې دوی د جګړې تشدد کمولو ته ژمن دي، خو دا عام اوربند نه دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي.»
#وضاحت
د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي. له دې علاوه، د مجاهدینو هر ډز اوبرید باید تخطي ونه بلل شي. دا عام اوربند نه دی.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 22, 2020
ښاغلي مجاهد زياته کړې، له دې پرته د دوی د جنګياليو له لوري هر ډز او برید له هوکړې سرغړونه نه بلل کيږي.
د ذبيح الله مجاهد د سپيناوي سربېره د جګړې تشدد د کمولو راهيسې تر اوسه په هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د جګړې تشدد کمولو هوکړه تر ډېره عملي شوې او يوازې د بلخ زارع، د پکتيا په ځاځي اريو او د روزګان په چينارتو ولسوالۍ وسله والې نښتې شوي دي.
د بلخ او پکتيا پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي، د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستياله مروه اميني وايي، په چينارتو ولسوالۍ کې دوه پوليس وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې، چې تېره شپه له دولس بجو راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد کمولو لړۍ پيل شوې او د دې امتحاني دورې له بريا وروسته د روانې فبروۍ مياشتې په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او د بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شي.
مونږ فېسبوک کى مخلکوته سوله مبارکى ووېله دا واېې مونږ مرګ ته ادامه ورکوو،، خلګ جګړه نغواړى ،
جنگ نه غواری خو جهاد فرض دی تر سوچی یهود او نصارا له دی پاکی خاوری نه وی وتلی جهاد فرض عین دی