د جګړې ستر زیان څه دی؟

حشمت الله همت

د جنګ کلیمه که څه هم په خوله ډېره سپکه ویل کېږي؛ خو زیانونه یې بیا دومره زیات دي، چې ژبه او قلم يې هم نشي بیانولی.

که د جګړې په زیان هر څومره وغږېږو؛ نو بیا هم کمه ده؛ ځکه دې نامردې د بشریت په تاریخ کې انسانان له داسې ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، چې د حل لپاره يې کلونه کلونه زحمت او خواري تېروي؛ خو بیا یې هم د زیان نخښې له ورایه ښکاري.

د جګړې په زیانونو کې وژنه، د عام المنفعه ځایونو له منځه تلل، د تعلیم د کچې ټيټېدل او د علمي کدرونو له منځه تلل دي؛ خو په دې ټولو زیانونو کې یې بیا تر ټولو ستر زیان دادی، چې د انسان فکري آرمتیا له خطر سره مواجه کوي او آن بېخې یې له منځه هم وړلی شي.

نو که د جنګ ځپلو ټولنو د وروسته پاتې لامل د جګړې همدغه زیان وښایو؛ نو مبالغه به مو نه وي کړې؛ ځکه آبادي، د تعلیم د کچې لوړول او د ښه ژوند تېرولو لپاره هر ډول تګلاره او پلان جوړول، لمړی له ذهن او فکر څخه سرچینه اخلي او ددغو کارونو ترسره کول یو آرام او هوسا فکر ته اړتیا لري.

دا چې د ذهني آرامتیا درلودل له دومره ارزښت څخه برخمنه ده او په لرلو سره یې ژوند کې له دومره ستونزو خلاصیدلی شو؛ نو اوس پوښتنه داده، چې دغه ستونزه څه ډول له منځه وړلای شو؟ او د حل لاره يې څه ده؟

د دغې ستونزې د حل لپاره یوه تر ټولو مهمه تګلاره د جنګ او جګړې ضد عمل (سوله) ده.

سوله د انساني ژوند د پرمختګ، آبادۍ، د تعلیم او پوهې د کچې د لوړوالي او د ذهن د ارامۍ او هوسا ژوند د تېرولو وسیله ده.

نو مونږ له دې ستر نعمت څخه هله برخمن کېدلای شو، چې یو بل وزغمؤ، له زړونو څخه مو کرکه ووژنؤ، یو د بل ملاتړي شو، په پوره اخلاص اومینې سره کار وکړو او مینې ته د ژوند ساه ورپو کړؤ.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close