د مولوي سراج الدین حقاني هر اړخیزه لیکنه

حافظ عبدالسلام

تېره ورځ د طالبانو د مشر لومړي مرستیال خلیفه سراج الدین حقاني یوه لیکنه د نړۍ مشهوري ورځپاڼي نیویارک ټایمز خپره کړه، دا لیکنه چې په اصل کې د راتلونکي په اړه د طالبانو پالیسي بیانوي او ډېرو پوښتنو ته ځوابونه وایې نو ښه به وي چې ورته هر اړخیزه لیکنه ووایو، موږ د طالبانو د مشرانو پر صداقت، شجاعت، علمیت او پوهنې هیڅ شک نه لرو خو کرایه شوې افغان لیکوالان او د غربي ډیموکراسۍ باد راوړي ماشیني کوچني سیاسیون یې سخت چیلنج او متحیر کړې، هغوۍ فکر کاوه چې د نړۍ معتبر عصري پوهنتونو ته خو زموږ لاس رسۍ درلود مدني  حقوق، دپلوماسي او سیاست(politecs) پوهنځۍ هم موږ ویلي، لاکن شل کاله مو د طالبانو پر خلاف منفي تبلیغات وکړل أما د مدرسې او حجرې د طالب یوې لیکنې څنګه و کولای شول چې داسې یوه جامع لیکنه وکړي چې ټولو مبهمو پوښتنو ته ځوابونه ووایي او موږ ته د منافقت او مخالفت هیڅ بهانه پرې نږدي؟!

شاعر ویلي دي”ما هسي خواري وکړه ټوله اوبو یووړه!

دې د سیاست ناخبره ماشومانو  ته دي وویل شې چې  الله ج فرمایې”او هغه کسان چې زما په لار کې کوښښ(جهاد) کوي زه به لارې ورته ښایم او الله ج د نیکو خلکو  سره مل دی” الله ج رښتیا ویلي دي.

پر الله ج باور ولره، صادق اوسه، دوستي او دښمني د الله ج د پاره کوه، د الله پردين منګولې ولګوه، په هر حالت کې صبر کوه، او هرې لحظې ته د الله ج د امتحان په سترګه ګوره، د حق پلوي او د باطل پر وړاندي اوسه همدا د بریالیتوب راز او د الله ج په خاطر مبارزه  ده او الله ج به دي مل وي. د سراج الدين حقاني لیکنه په حقیقت کې هغه څه وه د کوم د لاسته راوړلو لپاره چې شل کاله وسلواله مبارزه وشوله، هغه مهال شرایط دې ته مساعد نه وو چې د طالب ږغ او غوښتنه دي واورېدل شي، طالبان پوره پنځه کاله د حکومت کولو همدارنګه د نړۍ د ډېرو قوتونو او هېوادونو پر وړاندي نظامي او سیاسي شل کلنه تجربه لري، جګړه د اهدافو لپاره وي د حصول د پاره یې اسانه سیاسې لار او د مجبوریت په وخت کې نظامي لار انتخابیږي.

یاده لیکنه کې پر دریو مهمو کلي موضوعاتو داخلي او خارجي سیاست چې د یو نظام اساس تشکیلوي البته دلته یاد نظام ته د نوي افغانستان اصطلاح کارول شوې  او په عین حال کې د متحده ایالاتو  سره د روانو مذاکراتو په نتیجه کې د ممکنه تړون او د سولې هلې ځلې په اړه ژور بحث شوی.

راځۍ چې د ښاغلي حقاني د لیکنې مهمي نکتې په پوره غور او فکر سره ولولو:

سوله:

۱:سوله د عامو افغانانو د مرګ ژوبلي د مخنیوي په خاطر کوو.

۲:جګړه زموږ د خوښې انتخاب نه وو بلکې را باندي تحمیل سوې وه.

۳:د بهرنیو عسکرو وتل زموږ لومړیتوب دی.

۴:پر کلیوالي سیمو بمباري په مذاکراتو کې د نوو غوښتنو لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو له امله کېدله.

۵:هغه مهال هم زموږ د مذکراتو دروازې خلاصي وې چې د امریکا جمهور ریس مذاکرات لغو اعلان کړل.

۶:د مذاکراتو مخیني ته په پام سره په هر حالت موږ سولې ته ژمن یو.

۷:موږ نږدې راتلونکي تړون ته ژمن یو خو د تړون کامیابي د پاره د امریکایانو ژمنتیا هم شرط ده چې د تړن هرې مادې ته ژمن پاته شي.

۸:دا تړون کولۍ شي چې د راتلونکي لپاره د اعتماد بنسټ کښیږدي.

نوی افغانستان

۱:راتلونکی نظام د بین الأفغاني اجماع پور‌‌ اړه لري.

۲:په لومړي ځل باید افغانان د پردیو له اغېز پرته د نوي افغانستان لپاره توافق وکړې.

۳:هیڅوک باید د نوې افغانستان لپاره تر وخت وړاندي شرایط و نه لري.

۴:راتلونکی نظام لپاره د مقابل احترام په نظر کې نیولو سره د مشورو په ترڅ کې توافق وشې .

۵:نوې افغانستان کې به هیڅوک د محرومیت احساس نه کوي.

۶:په نوي اسلامي نظام کې به ټول افغانان مساوي حقوق ولري.

۷:د تعلیم، کار او ښځو حقونه به د اسلام دین مطابق خوندي وي.

۸:کله چې موږ د بهرنې دښمن سره تفاهم ته رسېدلی سو نو، په اولی طریقه سره افغانان خپل منځ کې ستونزې حل کولۍ شې.

۹:په نوي افغانستان کې به لومړۍ کار دا وي چې د هېواده بهر بې ځایه شوي ټول هېوادوال به هېواد ته را ستنیږي ترڅو په خپل هېواد کې د هوساینې ژوند ولري.

۱۰:امید لرم چې د خپلو هېوادوالو سره یو ځاۍ ډېر ژر د تلپاتې سولې په لور حرکت وکړو او د یوه نوي افغانستان بنسټ کښېږدو.

بهرنۍ پالیسي:

۱:نوی افغانستان به نړیوال امنیت ته ګواښ نه وي او نه به هم چاته اجازه ور کول کیږي.

۲:د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د نړیوالي ټولنې ملاتړ ته اړتیا شته.

۳:متحده ایالات هم کولاۍ شي د خپلو ځواکونو د ایستلو وروسته د پرمختګ او رغونې په برخه کې رغنده رول ولري.

۴:د ټولو هیوادونو سره به افغانستان د دوستۍ اړیکي پالي او اهمیت لري.

۵:نوۍ افغانستان به د نړيوالې ټولنې با مسؤلیته غړۍ وي.

۶:ټولو هغه نړیوالو میثاقونو ته ژمن پاته کېدل چې د اسلام دین سره موافق وي.

۷:نور هېوادونه به هم زموږ د هېواد استقلال او ثبات ته درناوۍ او احترام ولري.

و من الله التوفیق

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حافظ ضاحب الله ج دی اجرونه درکړی چه د دروند مشر د لیکنی محتویات مو څیړلی. په دی کی شک نشته چه د یوویشتمی پرمختللی پیړی د دجالی نړیوال استعمار د ځپلو د پاره الله ج طالب مجاهدین غوره کړی د الله ج غوره کیدل سمدلاسه نه وی د هغه دندی ترسره کولو وړتیا او پیاوړتیا یی هم ورله فطرت کی اخښلی له هغوی داسی ځواک جوړ شوی چه نه یی څوک له ځایه خوځولی او لا ځپلی شی. ادم ع یی ته یی د پیدایښت دمخه د خلافت د سپیڅلی مقام وړتیا، پیاوړتیا او ځانګړتیاوی ورپه برخه کړی وی… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close