شعـــــرونه

نظم؛ صابر جان محصل

صابرجان محصل

د ښکيلاکونو هديره کى اوسي
مکار غليمه کونړونه دي له ياد وتلي
د شاهى کوټ ګوزار دي ياد دى کنه
مست ميوندونه دي له ياد وتلي
ستا د رقيب فوځونه ډير وو مغرور
مات سره فوځونه دي له ياد وتلي
اوس په بريتونو ګوتي مه وهه ډير
تير ګوزارونه دي له ياد وتلي

د تيښتي لاره درنه ورکه ده اوس
د ځان ايستلو ته پلمي جوړوي
بى له شکسته بله لار دي نشته
جهان دي ګوري تماشى جوړوي
مونږه پرديو ته تل درس ورکړى
څيري ګريوان ته اوس پيني جوړوي
بند تاوتونه به بى شماره درځي
بيابه قبرونه هديري جوړوي

بس دى تړه ګډه زموږ له خاوري
موږ اشغالګر کله منلي نه دي
ته په سړو چيرته اوښتى نه وي
تا شملور چيرته ليدلي نه دي
اوس نصيحت خپلو لمسو ته کوه
چى افغانان راپرځيدلي نه دي
د مست هلمند څپي دي هيري نشى
پکي غرق شوى پاسيدلي نه دي

موږ ته ميراث دى له نيکونو پاته
چى د مغرورو ککرۍ ماتوو
موږ ته  نصرت له اسمانونو راځي
ځکه خو نن غربى نړۍ ماتوو
د کرملين ماڼى مو ړنګه کړله
اوس د مغرب سپينه ماڼۍ ماتوو
دکومونيزم خوب يى خيال شو دلته
نن په نمبر ديموکراسۍ ماتوو

ها د مستۍ دوران دي نه وينم اوس
په ټيټو سترګو زموږ له کوره وځه
د اقتصاد  چينې دي وچي شولې
تر دوو سپږمو يى اوس له پوره وځه
ته چى تش لاسو افغانانو مات کړي
نن د نړۍ له دي پيغوره وځه
د جوړ جاړي خبره ښه ده در ته
کني سبابه يى مختوره وځه

زموږ ملت په ازادۍ مين دى
دلته رواج دي د سيالۍ خبري
عمره! ستا خبري شولي ريښتيا
دښمن دي کړي اوس د زارۍ خبري
مونږه هغه د ليست په پاى کى وليد
تاچى ويل د پيشګويۍ خبري
صابر په طمعه ده د داسى وختو
چي به ليکي د ازادۍ خبري
١٣٩٨ /١١/١٨

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x