
په ایران کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالي افغانستان ته خطر پېښ کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): د ایران روغتیا وزارت د شنبې په ورځ د کرونا ویروس له کبله د پنځم ناروغ د مړینې خبر هم ورکړ، چې په دغه هېواد کې تر دې دمه له کرونا ویروس څخه ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادو پېښو سربېره ایران په کرونا ویروس د لسو نورو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی چې ټوله شمېره یې ۳۰ ناروغانو ته پورته شوه.
په دې شمېرې سره ایران له چین وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې زیات ناروغان پر کرونا اخته شوي، په سویلي کوریا کې د یاد ویروس اخته کسانو شمېره له ۱۵۰ تنو پورته ده.
"قم" مدينة أشباح بسبب كورونا pic.twitter.com/qyPbzJB11c
— حامد العلي (@Hamed_Alali) February 22, 2020
د عراق (کوم چې د ایران سره ډيره پوله لري) چارواکو د جمعې په ورځ خپلو اتباعو ته په ایران کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدو له کبله سپارښتنه وکړه چې ایران ته له سفر څخه ډډه وکړي.
بل لوري ته په افغانستان کې نن د شنبې په ورځ ځینو سرچینو خبر ورکړ چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس پېښه تایید شوې خو وروسته د هرات والي او ددغه ولایت روغتیایي چارواکو یاده پېښه رد کړه.
که څه هم دغه خبرونه رد شول، خو لرې نه ده چې په ایران کې د کرونا ویروس بې سارې خپریدل افغانستان کې ددې د خپریدو لامل شي.
ایران چې د افغانستان سترو ولایتونو (هرات او نیمروز) سره پولې لري او تګ راتګ یې له نورو هېوادونو زیات دی، شونې ده ډير ژر دغو ولایتونو ته د کرونا ویروس راورسیږي.
دغه راز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز ویلي چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره ترتیبات نیولي خو د وسایلو کمښت به ددوی لپاره ستونزې رامنځته کړي.
په داسې حال کې چې چین په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د چټکتیا د کمېدو خبر ورکړی، خو بیا په نورو هېوادونو کې دغه ناروغي لا په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده.