نړۍ

اسلام اباد: دسورلیو پربس باندي چاودني مرګ ژوبله واړوله

gujrat_bus_explosion(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۴) ګجرات: دپاکستان  په ختییځ کي دسړک دغاړه یوي بمي چاودني شپږ کسان وژلي او  له ۱۵څخه زیات ژوبل شوی دي.

له اسلام اباد څخه امنیتي  چارواکو خبرورکړي دي، چي چاودنه دکاریان و ښار ته څیرمه چی یوه عسکري سیمه ده رامنځ ته شوی دي کاریان ښارګوټي دپاکستان له پلازمیني اسلام اباد څخه نژدي ۱۲۵ کیلومټره لري پروت دي

عیني شاهدان وایی بس موټر دګجرات له ښار څخه دکاریان په لور روان وو چي دپیښي ښکارشو، پورته چاودنه له هغه چاودني څخه یوه ورځ وروسته رامنځ ته شوه کومه چي تیره ورځ دپاکستان په شمال لویدیځ کي دشبقدر په ښارګوټي کي دپاکستاني عسکرو پریوه مرکزباندي ترسره شوه او څه دپاسه ۸۷ عسکر پکی ووژل شول.

بخت الرحمن بخت……………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x