د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په مخنیوي کې د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ کب، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې په چین کې د کرونا ویروس بې اندازې زیات خپریدل ددې مخنیوي امکانات کم کړي دي.

د چین د هوبای ایالت چارواکي د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره کار په سر دي، خو په تیره نږدې کې په سویلي کوریا او منځني ختیځ کې ددې بې ساري خپریدل د روغتیا نړیوال سازمان اندیښمن کړی دی.

د یاد سازمان مشر ټيډروس ایډانوم ګیبروس خبرداری ورکړی چې د ویروس مخنیوي لپاره دې ټول هېوادونه جدي ګامونه پورته کړي، د نوموړي په وینا ددې مخنیوي لپاره زمونږ سره امکانات کم شوي چې دا نړیوالو ته ګواښ کیدلی شي.

ښاغلي ګیبروس خبرداری ورکړی که چیرې هېوادونه د ویروس خپریدو پر وړاندې مبارزه کې ګړندي ګامونه پورته نه کړي، نو دا ناروغي به په هر ډول پرمخ ولاړه شي چې د اندیښنې وړ ګرځېدلی شي.

باید وویل شې چې د دیسمبر میاشتې په وروستیو کې د کرونا ویروس خپور شو، تر دې دمه نږدې ۲۳۰۰ تنه ددغه ویروس څخه مړه شوي او له ۶۷زرو زیات پرې اخته شوي دي.

د چین وروسته سویلي کوریا لومړی هېواد دی چې ددغې ویروس څخه زیات اغیزمن شوی، په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زیات کسان پرې اخته شوي، دغه راز ایران له سویلي کوریا او جاپان وروسته دریم هېواد دی چې تر ۳۰ کسانو پرې اخته شوي او ۵ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه د منځني ختیځ هېواد لبنان کې هم د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي دي، په اروپایي هېواد ایټالیا کې د کرونا ۶ پيښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، له چین څخه بهر د کرونا ویروس پېښې شمېره نسبتا کمه ده، مګر نوموړي د هغو پېښو د شمېر په اړه انديښنه وښوده چې د تایید شوي پېښو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده.

د کرونا ویروس د خپریدو وروسته له دوه میاشتو زیاته موده تیره شوه خو لا هم د چین په څېر پرمختللي هېوادونه نه دي توانېدلي تر څو ددې ویروس مخنیوي تشخیص وکړي او د درملنې ځانګړي واکسین وړاندې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close