افغانستانسولې اړوند خبرونه

د جګړې تشدد کمولو لړۍ؛ تر اوسه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د جګړې تشدد کمولو د هوکړې د پيل راهيسې د دوو شپو او يوې ورځې په تېرېدو په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرال سکاټ مېلر د کابل حکومت له دفاع وزير اسدالله خالد او کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي سره د خبرو پر مهال ويلي، ټول لوري بايد د جګړې تشدد کمولو هوکړې ته ژمن پاتې شی.

جنرال ميلر زياته کړه، چې د جګړې تشدد کمول به اوربند او تلپاتې سولې ته زمينه برابره کړي او ټول لوري بايد په دې اړه خپل مسؤوليتونه تر سره کړي.

د کابل حکومت د دفاع وزير الله خالد هم وويل، د جګړې تشدد کمولو د پيل راهيسې په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

طالبان هم وايي، د شوې هوکړې پر اساس پر خپلو ژمنو ولاړ دي، خو په عين حال کې وايي، چې دا عام اوربند نه دی او هر ډز او برید بايد سرغړونه ونه بلل شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د توافقنامې د لاسليک لپاره د سوله ييز چاپېريا په رامنځته کولو کې د ټولو ولايتونو مرکزونه، د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنيو ځواکونو مرکزونه شامل دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې دوی ستر بریدونه نه کوي، خو د دوی د مجاهدينو له لوري بايد هر ډز او برید له اوربنده سرعړونه ونه بلل شي؛ ځکه چې دا عام اوربند نه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد زرغون شآه آغا
میلمه
سيد زرغون شآه آغا

استغفرالله
الله خالد نه
ګيدړ خالد

Back to top button
Close
Close