
د امریکا سفارت: امریکا او نړیواله ټولنه افغان سولې ته ژمنتیا لري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا دسفارت شارژدافیر «رایس ویلسون» وايي، هیواد یې او نړیواله ټولنه دواړه د افغان سولې پروسې ته ژمنتیا لري.
رایس ویلسون په خپل ټویټر باندې له هغې ويډیو سره، چې یو شمېر ننګرهاري ځوانان پکې د «اورکم» په ویاړ اتڼ کوي، لیکلي « دا هغه صحنه ده، چې افغانانو ورته انتظار رلود، خوند ترې واخلئ؛ خو لا هم د سرتاسري سولې لپاره ډېر څه پاتې دي، بین الافغاني مذاکرات په افغانانو پورې اړه لري او امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ته ژمن دي.»
This is the moment for which #Afghans have been waiting. Enjoy it! But much work remains to be done to ensure a lasting peace. The intra-Afghan negotiations belong to the #Afghan people. US & international partners are committed to the #AfghanPeaceProcess and the Afghan nation. https://t.co/2B0ruymLYv
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) February 22, 2020
اورکم یا دجګړې د شدت کموالی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په موخه ترسره کېږي، د افغانستان دننه او بهر یې د سولې په برخه کې هیلې راټوکولې او تر څنګ یې دا خبره، یو ځل بیا څرګنده کړې، چې طالبان په خپلو صفونو حاکم دي او کولای شي له امریکا سره خپلې کړې وعدې پوره کړې.
تېره ورځ د جګړې د شدت د کموالي د پړاو لومړۍ ورځ وه، له څو وړو امنیتي پېښو پرته هیڅ ستره مرګ ژوبله اړوونکې پېښه نه ده رامنځته شوې.