افغانستانسولې اړوند خبرونه

د سولې چارو څارونکي: که حکومت همه شموله مذاکراتي پلاوی ونه ټاکي، بین الافغاني خبرې له خنډونو سره مخ کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او داسې تمې په مخکې دي، چې ښایي ددې توافق له لاسلیک وروسته په لنډو ورځو کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پيل شي؛ ګډ حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي په جوړښت نه دی سلا شوی.

د سولې انسټيټوټ مشر «خلیل الله صافی» وايي، که حکومت د توافقنامې له لاسلیک ژر وروسته همه شموله او با صلاحیته پلاوی ونه ټاکي او بین الافغاني خبرو ته مناسب چمتووالی ونه نیسي؛ ممکن د افغانانو خپلمنځي خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

که څه هم ارګ په بیا، بیا د سولې د پلاوي د تشکیل خبر ورکړی، خو ددې ټیم د نومونو نه څرګندول هغه څه دي، چې په دې برخه کې یې شکونه رامخې ته کړي.

بل لور ته اجرائيه ریاست او سیاسیونو تر دې وړاندې د ارګ له لوري جوړ شوی ټیم رد کړی او ادعا یې کړې، چې له دوی سره په دې برخه کې هيڅ مشوره نه ده شوې.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته به د ځینو سرچینو په خبره، طالبان لږ تر لږه په لسو ورځو کې دننه له افغان جهتونو سره خبرې پیلوي او د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام او ورپورې اړوندو مسایلو په تړاو به خبرې کوي.

که څه هم طالبانو له ګډ حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې رد کړې، خو اشرف غني وایي، د بین الافغاني خبرو مدیریت به د حکومت له لوري کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

اول سلام وایم و افغان وطنوالو ته۰
د سولی مرجع دوه ادرسه دی۰افغان اسلامی جمهوریت۰او طالیبان۰
باید طالبان د پاکستان ګټی مدنظر ونه نیسی۰
او د افغان ولس ملی ګټی په نظر کی ونیسی۰
څنګه امکان لری چه د امریکا سره سوله وشوه۰
نو افغانانو سره څه مشکل لری۰اشرف غنی یو وطن دوست او صادق شخص دی ۰خدای دی وکړی چه دا انسان وژنه بس شی۰مننه

مجاهد
میلمه
مجاهد

وایی [[ اوښ ته چا ویل غاړه دی کږه ده هغه ویل کوم ځای می سم دی]] د غلامی اداری کوم کار سم دی چه د بین الافغانی خبرو د پاره هیت یی اول همه شموله څه چه یو کس هم پکی نشته کیدی شی هماغه چه ارګ ورسره کوم ویاندان کار کوی او لا کوم وزیرانو ورونه او ترونه کی وربکی ځای په ځای کړی. وایی الا بلا ګردن ملا ، که د امریکا د پلانو سره سم وو هماغه افغان شموله ګروپ دی دا نو بیا د طالبانو خوښه چه منی که نه یی منی . حیرانوونکی یی… نور لوستل »

A saeed
میلمه
A saeed

اول خو مونږ په امرېکا باور نه لرو چی سوله غواړې ، عملې ثبوت ئ غواړو چی نور واقعا سولې ته ږمن ده او غواړې ئ.
اشرف خو حېڅ کله داسې سوله نه غواړې چې ده ده چوکې په خطر کې واچوئ
له امرېکېانو څخه مو هېله ده چې نور بس ده دا ظلم باېد پائ ته وره سېږې
ده کابل ماران او لړمان چې تاسې ډېر پړسوه لېدې ده دوئ لکئ باېد ور غوڅئ کړې او ده سولې ده تخرېب اجازه مه ورکوئ
ده نړېوالې سولې په هېله

Back to top button
Close
Close