
د هجر لمبې/ سيد عبيدالله نادر
سید عبیدالله نادر
ستا د راتلو هم بهــــــــاني شوې تیرې
پر ما مسکین باندی نخرئ شوې تیرې
ستـــــــا د جفا په چړو ډیر وم زخمي
ځــــکه دردونو ، په ما شپی شوې تېرې
پروت ولچکو کې د زلفانو ومه
بیا دي د زلفو ، زو لنــــي شوې تيرې
سټری ستو مـــانه چی وم ، ستا په ژړا
هغه د اوښـــــــــکو ، قافلي شوې تيرې
چی په بیلتون کي دي ، په اور وریتیدم
اوس دي د هجر سرې لمبي شوې تيرې
په سراسر کي ، زمــــا د ژوند په قامت
د انتظـــــــــار لويي دورې شوې تيرې
په لوړ آسمـــــــــان کې ، د یادونو زما
ستا د غمــــــونو خاطری، شوې تيرې