دیني، سیرت او تاریخ

د حضرت محمد ﷺ د رهبرۍ مهارتونه«دوهمه برخه»

احسان الله سعد

د مکې مکرمې له فتحې وروسته د شاوخوا  اطرافو قومونو مسلمانانو ته د مننې او اطاعت سر ښکته کړ، خو ځینې قومونو بیا دا د ځان لپاره شرم او عار باله چې د مسلمانانو مننه وکړي، چې لدې جملې څخه د هوازان ثقیف او قیس عیلان ځینې قومونو وو. دوی د مالک بن عوف النصري په مشري سره راټول شول او د خپلو څارویو، کوچنیانو او ښځو سره د  حنین په لوري و خوځېدل او حنین ته نژدې د اوطاس په کلي کې یې واړول.

رسول الله ﷺ په آتم کال د شوال په میاشت کې د دولس زرو مجاهدینو په ملتیا د حنین په لوري روان شوو، چې لس زره یې د مکې د فتحې ملګري وو او دوه زره د مکې نوي مسلمانان ورسره وو. د لښکر ځینې کسانو چې خپل زیات شمېر ملګري لیدل نو له ځانه سره به یې ویل چې نن راباندې څوک نشي بریالي کېدای دا خبره چې رسول الله ﷺ ته رسېدلی وه، د هغه نه وه خوښه شوې. مخکې مو هم د ښه رهبر په ځانګړنو کې وویل چې ښه رهبر په ځان باور لري خو دا باور باید تر حد زیات نه وي.

د رسول الله ﷺ  د جاوسوسي شبکې یو غړي داسې خبر رسول الله ﷺ ته راوړ ویې ویل: زه فلاني او فلاني غره ته ختلی وم نو ومې لیدل چې هوازان ټول راوتلي کوچنیان، ښځې او څاروي یې هم د ځان سره راوستلي دي، رسول الله ﷺ په مسکا ورته وویل: سبا به انشاءالله دا ټول د مسلمانانو غنیمت وي. دلته څرګندېږي چې د رسول الله ﷺ د لیډرشیپ بشري مهارتونه څومره لوړ دي، له یوې خوا د دښمن له زیات شمېر څخه وېرېدونکي ملګري ته وایي: دا به سبا زموږ غنیمت وي؛ خو له بلې خوا یې دا خبره نه خوښېږي چې د هغه څخه د په ځان د زیات باور بوی راځي همدې ته یو ماهره رهبر ویلای شو.

مسلمانان د چهارشنبې په شپه  د شوال په شلمه نیټه د حنین وادي ته ورسېدل، سهار رسول الله ﷺ خپل لښکر تیار کړ بیرغونه یې په لاس ورکړل او په ګرپونو یې وويشل، په غزواتو کې د لښکر په ګروپونو ویشل د رسول الله ﷺ یو بل ماهرانه رهبریز عمل وو. کله چې د وادي تنګو او لوړو ژورو ځایونو ته ورسېدل نو د غشو باران پرې شروع شو. ځکه دښمن دلته له پخوا څخه کمین نیولی وو. مسلمانان دغه ناڅاپي برید وارخطا کړل هرې خواته په منډو شول، دا دومره تیز او ناڅاپي بريد وو چې نوي مسلمان شوي ابو سفیان وویل: ددوی منډې به اوس تر سرې بحیرې پورې وي. جبله یا کلده بن الجنید په چیغو شو چې نن سهار له مینځه لاړو. دا لیکنه د ابن اسحاق د روایت له مخې ده د بخاري او مسلم روایت ددې سره یو څه تفاوت لري.

پداسې حال کې چې د لښکر هر سړي یو او بل خواته د نامعلوم ځای په لوري منډې وهلې رسول الله ﷺ یو ځل بیا خپله مېړانه ښکاره کړه د ډګر ښي اړخ ته وو او غږ یې وکړ چې:

ای  خلکو! ماته راشی زه د خدای رسول محمد بن عبدالله یم په دغو نازکو او له خطره ډکو شېبو کې د الله رسول بې کچې زړورتیا ښکاره کړه خپله سپرلي یې د دښمن په لوري ځغلوله او فرمایل یې:

انا النبي لا کذب  انا ابن عبدالمطلب

زه پیغمبر یم د ا کومه دروغ خبره نده زه د عبدالمطلب زوی یم.

خو ابو سفیان بن الحارث د کچرې قیضه او حضرت عباس یې د پښه اېښودلو ځای ټینګ نیولی وو چې نور هم تیز نشي او د دښمن مینځ ته لاړ نشي.

زړورتیا د یو رهبر مهم مهارت ګڼل کېږي، نو دلته هم رسول الله ﷺ له ځانه بې کچې زړورتیا وښودله او رهبر هم داسې وي چې د ټیم کسان ترې متاثره شي ، نو د رسول الله ﷺ څخه صحابه کرام ډېر متاثره شول. د ټیم کسان هغه وخت د رهبر څخه ډېر متاثره کېږي چې رهبر په خپله په هغه کړنه وويني چې دوی ته امر پرې کوي. دلته رسول الله ﷺ خپل کاکا عباس ته چې خورا لوړ او اوچت آواز یې درلود وویل چې صحابه راوبلي. حضرت عباس وایي په ډېر اوچت غږ مې وویل:

ای د بیعت رضوان څښتنانو چېرې یاست؟

قسم په خدای چې زما په غږ اورېدلو سره ټول داسې را مات شول لکه تندۍ غوا چې د خپل خوسي په لور ترپکې کړي او په ځواب کې یې وویل:

دا دي راغلو! دا دي راغلو!

لدې سره یې په دښمن یرغل وروړ او رسوا کونکې ماتې یې ورکړه یوازې د ثقیف د قوم څخه شاوخوا ۷۰ کسان مړ شول او د دښمن ټول مالونه، وسلې، کوچنیان او ښځې د مسلمانانو لاسته د غنیمت په ډول ورغلل.

نور بیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close