سولې ته! تپاند زهاد

تپاند زهاد

ستا و راتګ ته اوس تر هر وخت یو لیواله سولې
درته مو کړي انتظار پوره شل کاله سولې

راځه راځه بلا دي واخلم سپین بیرغ په سر کړه
نور مو کړه خلاص له دي جنګونو له جنجاله سولې

لمرینې وړانګې دي خورې کړه تر مشرق او مغرب
څرک دي را خور کړه له جنوبه تر شماله سولې

دا ستا و مهر ته مو ډیر تنکي ګلان درکړي
لږ ځان خبر کړه زموږ ستړي ژوند له حاله سولې

له سرو تیرشو ستا لپاره چي را خپله دې کړو
شو برخمن به کله ستا د خوږ وصاله سولې

د حریت ناوي نازولي تاته ټول ولاړ یو
سر راښکاره کړه د پامیر د هسک دیواله سولې

تپاندزُهاد) دې و راتلو ته سترګي سترګي یمه
ټکور مو زړونه کړه او ژر مو کړه خوشحاله سولې

تپـانـدزُهــاد

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close