ټولنیزه برخه

راځئ چې هیواد سرسبز او شاداب کړو!

حمزه حسیني

ژمی لګیا دی خپور کړی سپین څادر ټولوي، د بهار ښایسته موسم کرار، کرار په ناز او اداء راروان دی، داسې موسم چې زړونه پکې خوشال او روح پکې تر و تازه وي، په تېره بیا هغه ځای کې ددې موسم رونق یو په دوه وي، چې طبعي ښکلا، شنې ونې، رنګا رنګ ګلان او ښایسته سرسبزه چمنونه ولري.

ونې او بوټي که له یوې خوا د طبعي ښکلا اصل بلل کیږي، له بل لوري زیاتې ګټې هم لری، ونې او بوټي د انسانانو هغه پخواني ملګري دي چې د ساه اخیستلو لپاره ورته صفاء هوا برابروي، د ځمکې هغه برخې ژغوري چې د اوبو وړلو له ګواښ سره مخ وي، انسانان او حیوانات یې سیوري ته دمه کوي، له مېوو او پاڼو څخه یې ګټه اخلي، د ګلوبل رومنګ یانې د ګرمۍ د زیاتوالي مخه نیسي، د هغو مرغانو مسکن وي چې زمونږ کښتونه له موزي حشراتو ساتي، د باران د نزول سبب جوړیږي، له همدې امله نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د ونو بوټو اېښودلو امر کړی دی.

د ونو بوټو دا بې شمېره ګټې هغه وخت مونږ تر لاسه کولی شو چې شنې وي، خو چې کله یې عمر زیات شي او وچې شي یا ووهل شي، له هغې وروسته هم په لسګونه کاله خلکو ته ګټه رسوي، خو افسوس مونږ د داسې بېش قیمته ملګري او سرمایې هیڅ قدر ونه کړ، د یادونې وړ ده چې په نړیواله سطحه د ونو په کموالي خلک اندېښمن دي، له همدې امله چې خلک ددې سرمایي قدرداني وکړي نبي علیه الصلاة والسلام فرمایي: (مَا مِنْ مُسْلِمٍ یَغْرَسُ غَرْسًا اَوْ یَزْرَعُ زَرْعًا فَیَاْکُلَ مِنْهُ اِنْسَانٌ اَوْ طَیْرٌ اَوْ بَھِیْمَةٌ اِلَّا كَانَتْ لَهُ صَدَقَةٌ.) متفق علیه.

ژباړه: چې کله یو مسلمان ونې یا کښت وکري، بیا له هغو نه انسانان، مرغان او چارپایان خوراک وکړي؛ نو دا دده لپاره صدقه ده.

پورتني حدیث کې لفظ د صدقې ذکر شو، خو ونې او بوټي کېښودل په صدقه جاریه کې شمېرل کيږي، ځکه وروسته له وفات نه یې هم اېښودونکي ته ثواب رسیږي او صدقو/خیراتونو کې بهترینه صدقه، صدقه جاریه ده؛ نو باید موږ مسلمانان د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم فرمان ومنو، په راتلونکي پسرلي کې د الله تعالی د رضا په خاطر ونې بوټي وکرو او خپل هیواد سرسبز و شاداب کړو.

له کرلو وروسته یې باید په ښه توګه پالنه وکړو، پر وخت یې خړوبې کړو او پرې نږدو چې څوک یې ماتې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close