نظــر

تاسې مجاهدین د خلقیانو ټنډې ور مچ کړئ

نظرمحمد مطمئن

د عزیز واده و، زه هم د غزني اندړو ولسوالي ته ورغلی وم، عزیز زما د ملګری مرحوم قاضي نجی الله زوی و.

څو ورځې وړاندي د غزني پخوانی والي قاري بابا وژل شوی و، ما (محمد زمان مزمل) وویل چې متاثره یم، چې دلته داسي لویه پېښه شوې او قاري بابا وژل شوی.

هلته ډیر علماء او د اندړو سپین ژیرې ناست وو، مولوي مطیع الله اخوندزاده را ږغ کړ:

“مزمل صاحب! له پېښوره راغلی یې، د سیمې له حالاتو خبر نه یې، او بیا په دا ډول درانه مجلس کې وایې چې د قاري بابا په مرګ متاثره یم، ته خبر یې چې هغه څه کول؟

هغه دلته په کلیو کې د امریکایانو سره د مرستي پوستې جوړولي، همدوی به بیا دلته زموږ کورونه تالاشي کول، او زموږ خلک به یې را وژل.

ته خبر یې، چې امریکایانو کوم کلي باندي چاپه اچوي هغوی څه کوي؟ کور ته ننوځي، د ښځو او ماشومان هیڅ خیال نه ساتي، او د دوی د چاپو له ویري ښځېو له یوه کوره بل کور، او له هغه دوېم کوره بیا درېم کور ته ځي، تر څو ډله شي او د امریکایې پوځیانو د تالاشي له ځایه لیري پاتې شي.

مزمل صاحب! تاسي (مجاهدین) د خلقیانو ټندې ور مچ کړئ، هغوی خو ښه وو، افغاني غیرت یې درلود، چې کله به شوروي پوځیانو په کلي چاپه واچوله، او غوښتل به یې چې د کوم افغان کور ته ورننوځي، نو خلقیان به د هغه کور دروازي مخې ته ورته ودرېدل، شوروي پوځیانو ته به یې وویل: تاسي دې کور ته نه شئ ور ننوتلای، دا زموږ د کتلور، دود او رواج مخالف کار دی، په هیڅ صورت د کور انګړ ته داخلیدای نه شئ.

خو اوس چې امریکایان راغلي، کله چې پر کلي چاپه واچوي، هر کور ته چې یې زړه شي ور ننوځي، کله چې د کور دروازه په بمونو الوځوي، افغان پوځیان یې ننداره کوي، او کله د امریکایې پوځیانو تر شا د هغوی د ساتنې لپاره ولاړ وي.

ډیره بده لا داده چې کله امریکایان کوم کور ته ننوځي، افغان پوځیانو ته اجازه نه ورکوي چې له دوی سره یو ځای هغه کور ته ننوځي، نو ځکه خو د خلقیانو د هغه وخت دا غیرت چې شورویان یې کورونو ته نه پريښودل، د دې وړ دي چې تاسي یې ټندۍ مچ کړئ.”

عزیز بیا وروسته پر بهرنیانو سرتیری برید وکړ، او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته واړوله، عزیر په کویټ کې زده کړې کړي وي، د هغه د واده یو کال لا نه و پوره شوي، او د واده په ورځ یې نوی کالي هم نه و اغوستي.

مزمل صاحب وایې: عزیر ته مې وویل چې خوشالې ده، ستا په ژوند کې دا ورځ بیا نه تکراریږي، ورشه نوي جامې او واسکټ واغونده. خو عزیز د سترګو په نرم قهر کې راته وویل: “مزمل صاحب! کومه خوشالي؟ تاسي نه ګورئ چې امریکایان زموږ کورونو ته ننوځي!”

بس همدومره خبره وه، زه (مزمل) یې پوه کړم، چې دا کار نه کوي.

عزیز د وروستی ځل لپاره په کویټ کې خپل پلار (قاضي نجی الله) ته ټلیفون وکړ، ویې ویل: “پلاره! په ژوند کې ستا په ښه درنغلم، دعا راته وکړه، کیدای شي د اخرت په ورځ دي په ښه درشم.”

پلار یې ورته وویل: “بچیه! بیا خو به دي ماته ویل چې واده مې نه وای درته کړی. ”

عزیز وویل: “پلارجانه! له حیا مې دا خبره درته نه شوای کولای. ماته دعا کوه، په هغې دینا کې به سره وینو. ان شاء الله”
همدومره یې وویل، او د ورځې په اخر کې یې پلار خبر شو چې عزیر پر امریکایانو برید کړی.

عزیز د لیکوال مجید قرار سکه د کاکا زوی و، او مولوی مطیع الله اخوندزاده صاحب د مجید قرار پلار دی، چې تر اوسه لا پر خپل هوډ او همهغه فکر پاتې او په غزني کې پر خپل زیار او لاسونو، ور پاتې اولادونو ته حلاله روزي ګټي، ویل کیږي چې هغه یوناني طبابت هم کوي.

ګران ولسه! نور به له دي وروسته ان شاء الله، د کوم افعان کور ته امریکایې پوځیان د تالاشي له پاره نه ور ننوځي، د بهرنیو پوځیانو د وتلو تړون به د فبروري پر ۲۹مه لاسلیک کیږي، بیا به د ولس د کورونو دروازې د امریکایې پوځیانو لخوا پر بمونو نه الوځول کیږي، او د شپې به د بنګنو (د څار او برید الوتکو) له ږغ ویره نه وي.

د فبروري ۲۳مه ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

23 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

چې تر اوسه لا پر خپل هوډ او همهغه فکر پاتې او په غزني کې پر خپل زیار او لاسونو، ور پاتې اولادونو ته حلاله روزي ګټي .
دده خپل هوډ باید بیان سوی وای چې دده هوډ کوم هوډ ؤ.
د خلقیانو په وخت کې هم ورته پیښی سوی دي روسیانو هم د خلګو سره ناوړه چلونه کړی دي یادونه یې ځورونه ده .
هو په بعضو ځایونو کې به داسی نه وه لکه د امریکایانو په ډول

غمی.پښتین

جوړ تازه. مطمین صاحب ته، ښکلی لیکنه.یو څه چه ستاسو له قلم څخه پاتی دی هغه به زه ورسره ولیکم، زموږ د کلی خلقیان به ډیر ټیټی سترګی ګرځیدل .شرمیدل ،او ځانونه یی هم ملامته بلل. خو د طالیبانو په راتګ سره هر څه بدل شول. زموږ د کلی خلقیان ټول طلیبانو سره یو ځای شول ،او اسلحه یی په مټ کیښودی، اوږدی اوږدی ګیری یی پریښودلی. طالیبانو نوی نومونه په کیښودل،اخند زاده،او داسی نور زموږ د کلی خلقیانو ،راکټ،زیګویک.ده شکه. هواباز توپونه ،زری پوش،ټانکونه طالیبانو ته چلول، په ډیر کم وخت کی ترقی وکړی،حتی بضعی ځایونه کی یی قومانده… نور لوستل »

سنګین

غمی پښتین ته، تر اوسه مو پنجابیان یادول چی طالبان ته یی چلونه ورښودل او قومانده یی ورکوله اوس نو پنجابیان په خلقیانو بدل شول نه پوهیږم چی نوره به کومی کومی ټاپی درسره وي؟ الله ته وګوره لږ شرم او حیا هم ښه شئ دئ.

محمد

دا خلګ شرم نه لري او نه هم د سپو په دریاب مرداریږی- خذلهم الله تعالی

غ.حضرت

نفرین او### دی وی پر هغه چا چی د امریکائی او انګرېز او روسی اشغالګرانو کړنی تائیدوی خو:
نظر محمد او مزمل غوندی کسان ګرَم نه دی ځکه:
په کوم قفس کی چی مختلف مرغان ( څه آرام څه شوخ ) اجباراً سره را غونډ سی نو د همهغی زندانی فضاء په اقتضاء یو د بل د شتون زغم موندلای سی او حتی یو پر بل اخلاقی او روحی اغیزه درلودلای سی.

داکتر فاروق اعظم

ظلم بايد وغندل سي او د ظالم لاس له ظلمه لند سي. حد اقل دومره خو بايد وکړو چي ظالم رسوا کړو که هغه هرڅوک وي دا ځکه زه هر وخت د جهاد په نوم د لنډغرو مذمت کوم. خو د خلقيانو ظلم د پتيدو نه دی او د هغوي جناباتو ته په مهارت پرتوګ وانغوستل سي. د جنرال لياخوفسکي هغه کيسه مي تراوسه ياد ده چي د سره فوج عسکرو يي په يو کلي کي. ښخي ته بيعزتي واړول. خلکو ناری کړی. جنرال ويل چي تر تحقيق وروسته د واقعي رشتيا معلوم سول چي متأسف يم. خو د خاد… نور لوستل »

سنګین

ډاکتر صاحب، په رښتیا هم ظلم باید وغندل شی، چی هر چا کړئ وی. خو تاسو د خلقی او پرچمی توپیر هم باید وکړئ. زه هیڅکله هم د کمونستانو دفاع نه کوم خو حقیقت یاید ووایو. اول خو خلقیانو نه غوښتل چی شورویان افغانستان ته راشی. شورویان د خلقیانو د حکومت سقوط سره سم افغانستان ته د پرچمیانو په مرسته راغلل. د خاد ټول کسان پرچمیان او د کارمل او نجیب پلویان وو نجیب وروسته له کارمله د پرچمیانو رهبری په غاړه واخیسته. دا چی نن خلک د نجیب او د کارمل پاتی شونو ته خلقیان وایی دا یو غلط… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور انجینر صاحب! الله ج دی په ګوتو او قلم برکت زیات کړه! تاسی ډیری ښکلی موضع ته ګوته نیولی او هغه دا چه: [ مجاهدینو د خلقیانو ټنډې ور مچ کړئ] هغه علتونه چه د هغه وخت جهادی رهبرانو ولی د خلقیانو ټنډی چپولی او لا یی ورته د خالد بن ولید لقب ورکولو، ځینی یی دا دی: لمړی: جهادی رهبران د سوړ جنګ د غلامی تړون له مخی امریکا ته تسلیم شوی جهاد په سوړ جنګ یا د امریکایانو جنګ او یا د روسانو او امریکایانو نیابتی حګړه چه افغان ( مجاهدین او کمونستان ) پکی استخدام… نور لوستل »

غمی.پښتین

ښی چاری، زموږ د کلی یو خلقی د کمونستانو په وخت کی داخله وزارت کی کار کوه.کله چه مجاهدین کامیاب شول کلی ته راوتیښتیده زیړی سترګی او ټیټ سر به ګرځیده، یوه ورځ د بل خلقی سره د ویاله په غاړه ناست وه،او ما غوا پیوله نو دوی خبری ته می غوږ ونیو دا خلقی ورته وویل چه، یاره ،کابل وزیر اکبرخان کی په یو کور مو چاپه واچوله،ښایسته پیغلی په کی وی ،او تر سهاره پوری موګډی کړی . څه موده روسته دا خلقی طالیبانو سره مل شو.اوږده ګیره یی پریښوده ،طالیبانو د اخند زاده نوم په کیښود، د… نور لوستل »

عبدالواحد

ماداسی فکرنه کاوۍ چه مطمئن دی داسی بی مسئولیته څه ولیکی چه داسلام اوافغان ملت د۲میلیونوشهیدانوپرضددی وی. هرلغات سیاسی دوی معناوی لری ،۱:تحتل لفظی،۲:اصطلاحی دخلک اصطلاحی معنی مارکسیزم اولیننیزم دۍ چه ماټریالیست کفاردی اسلام اوهردین دجامعی زهربولی ،وایی موږ لکه واښه پیداسوی یوبیانه سوال سته نه جواب،خلکیان پردوه قسمه دی شعوری(چه دمارکس اولینن قانون یی ویلۍ وی)په صحیح معنی کافروی ،۲:غیرشعوری لکه اشرفغنی چه خلک په خبروخطایستل له حقیقته ندی خبر، په قرآنکریم کی له البقری ۸څخه تر ۱۹ آیاتودشعوری ذکر سوۍ دۍ که شعوری دی که غیرشعوری په کفارو کی راځی،نودخلکیانوڅخه لیری اوسۍ که دالله له قهره بیریږۍ.په احترام… نور لوستل »

مجاهد

عبدالواحد جانه! تاسی خو یو موحد شخصیت لری، مګر د مطمن صاحب لیکن یو ځل بیا ولولی د هغه د لیکنی مطلب دا نه وو چه د خلقیانو صفت او تایید یی کړی وی برخلاف د هغه مطلب د [[ د بدو او بدترو ]] تر منځ وو. یعنی خلقیانو ملحدینو کی خو لږ تر لږه دغه افغانی غیرت وو جه د خلکو کورونو کی به تر روسانو دمخه ننوتل سیاه سری به یی پناه کولی او تالاشی به یی کوله روسانو ته به یی د تالاشی اجازه او کور کی د میرمنو سره هر ډول اړیکو مخنیوی به یی… نور لوستل »

عبدالواحد

خلکیان چه په کندهارکی قدرت ته ورسیدل تردوی بی ناموسه ګمان نکوم چه په دنیاکی به تیرسوی یی پریوچوک به یی دیوه څخه دکلاشنکوف په زور موټر واخستۍ دنجونومکتب ته به یی ودراوۍد ۱۰کلنو او۱۴ کلنونجونو به یی ډک کۍ انجنیر ظریف بی ناموسه والی وو،ولایت ته به یی دروسی مشاورانودساتیری دپاره یووړی یوخلکی بی ناموسه خبری کولی چه دهغه کوچنیوماشمانوچیغی می تراوسه په غوږوکی ګرزی،خلک غروته وختل دقرآن په کولویی راکښته کړل ټول یی په ولایت کی شهیدان کړل،دقندهارلوی دینی عالم عبدالرب اخندزاده خپل خلکی ورورعبدالرحمن چه دمرکزی کمیټی صدر ووپه بی رحمۍ شهیدکۍ پرهرواده چه به دروسانو کاروان… نور لوستل »

مجاهد

سګ برادر شغال هست د خلقیانو اکثریت له پشتنو ( ترکی پشتون وو ) چه نن له ځانو افغان( ملیتان) جوړ کړی او د پرچمیانو اکثریت فارسی ژبی چه نن یی له ځآنو ستمیان جوړ کړی او په مجموع کی ملتیان او ستمیان دواړه د چینی کمونیزم څخه تغذیه کیږی یعنی له روسی کمونیزم چینی کمونیزم ته یی ارتقا یا ارتفاع کړی

غوربندي

د ليکنې زماني تسلسل ګډوډ دی، ځکه خو مې دوه ځلې ولوستله،، رساله نه ليږدوي په بل عبارت يوه غيرهدفمنه ليکنه ده، البته خپل شخصي خصم مجيد قرار يې پکې لوڅ کړی!

نه پوهېژم مزمل صاحب يا هم مطمين صاحب ته خلقيان څنګه سکني ايشيدلي دي، د مزمل صاحب مکتبي مشرانو که خلقيان نه وای بښلي او تر خپل منځ يې لکه د ګور چينجي نه وای سره خوړلي، خلقيان به په نننی وحشي او انتقامي بڼه د امريکايانو تر شا نه وو موجود!

مجاهد

غوربندی صاحب !!! سلامونه می درواخله
لمړی ځل دی چه تاسی د مطمن صاحب لیکنه له لوستلو غیره یعنی د تبصرو له مخی ارزیابی کوی زما هیله داده چه یوځل یا څوځلی د مطمن صاحب لیکنه ولوله ممکن تجدید نظر وکړی .
لږ تر لږه زمونږ یا د نومیر صاحب تبصره ولوله قناعت به ترلاسه کړی

غوربندي

عزتمند محاهد صاحب

ما دومره ويلي چې په ليکنه کې مطلوبه رساله يا پيغام نشته او يا هم پکې ورک دی. البته يوه خاطره يا کيسه يا چشمديد ورته ويلای شو.

اصلا ننني لاسپوڅي په تيره بيا هغه چې زمونږ په خلکو رحم نلري او په پوره وحشت يې وژني يا يې زندانونو کې اچوي هماغه پخواني کمونستان دي،

خدای دې نکړي څوک ووايي چې د ليکنې پيغام دا دی چې پروني لاسپوڅي او کمونستان تر نننيو لاسپوڅو او سيکولرانو ښه وو.

اصلا دا پرتله په مطلق ډول غلطه ده او د ليکنې دا سرليک کلا بيخونده دی.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط ####### ايت كې غلطي ######## د محترم مطمئن صاحب ليکنه مي څوڅو ځلي په غور او دزړه په سترګو ولوستل . داسي څه مي پکي و نه موندل چي هغه دي داسلامي عقيدي ، مسلمانو افغانانو او د غرو، رغو د شاه ځلمو مجاهدينو او غازيانو د هيلو او ارمانونو خلاف ټکئ پکي و موندل سي . هو : مطمئن صاحب د يوه بل کس خبري د امانت په توګه رانقل کړي دي ، او په ناخونک کي يي نيولي ، چي دا هم د مطمئن صاحب د ليکوالئ او امانتدارئ په زبردستي باندي دلالت… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

اصله حبره داده چه ## په کوروکی د ## پټیږی نو مخترم امریکایان پدی خاطر کورونه تالاشی کوی۰که چیری دا د پنجاب ## په کورونو کی پټ نه شی امریکایان هلته نه ورځی۰ یاره دا امریکایان دومره ظالم ندی لکه داد پنجاب ## خدای دی لویه امریکا اباده لری

RAZMOHAMMED KAMAWALL

ای وطنوالو دا قبول کی۰
څومره چه طالیبان ظالم او بی رخمه ## دی۰ دا ظلمونه هیڅ چا له افغانانو سره نه دی کړی۰
خلقیان هو زمونږ ورونه وو وطن ته یی خدمت کولو
هو اخوانیانو مرداره کړه۰ترکی صاخب شهید شو
دهقانانو ته یی ځمکی ورکړی خلک یی د سود له قرضو معاف کړل۰ د شځو خرسول بند شو۰ غریبانو ته یی کورونه اباد کړل۰
اوس دی خدای اشرف غنی بابا ژوندی لری چه د غریبو لاس نیوی وګړی۰

غوربندي

د اشرف غني په پرتله کرونا وايرس هم ښه دی، ځکه دومره انسانان چې اشرف غني وژني فکر نکوم چې کرونا به يې ووژني.

پتنګ

دومره یو خر جاسوس لا مذهبه ما تر اوسه ندی لیدلی

مجاهد

الهی نظام ( اسلامی امارت ) د الله ج په نصرت او د مجاهد اولس په پرله پسی قربانیو او د استشهادیانو په وینو ورکولو زمونږ ګران هیواد ( د لوی قدرتو هدیره هیواد ) کی یو ځل بیا انشالله پلی کیږی ډیر ژر به انشالله د الهی عدالت په پلی کولو هیواد کی عامه سوله، امنیت او هوساینه د وحشت او استثمار ځای ونیسی . هر چاته چه یی خوښه شی عزت او هر چاته چه یی خوښه ذلت ورکوی. کمونستانو، نشنلستاتو ، پلورل شوو اخوانیانو او داسی نورو سکولریستانو ته پرون او نن دجال جنتونه او مجاهدینو ته… نور لوستل »

غ.حضرت

کامه وال ساب ته!
سپین سترګی هم حد لری.
که تاسی ( ملګرو) د عجیب سرنوشت څښتن ( تره کی ) د شهادت! عاملین هم تر خوټو نیولی وای او حساب مو ورسره کړی وای او د شوروی د یرغلګر پوځ سره مو ژوره یارانه نه وای اچولې نو اوس به ستاسی خبری او ادعاوی تر یو ځایه د منلو وړ وای.
توره دی سی هغه پښتونولی او تور دی سی هغه پښتون او تاجک او ازبک چی د ټبر او ژبی او سمت په انګېزه د تاریخ تورو څېرو ته درناوی لری.

Back to top button
23
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx