د نن سرلیکنه

څه ډول شونې ده چې اورکم ، په عمومي اوربند بدل شي؟!

نن ټکي اسيا سرليکنه

تیره ورځ د ښکلیو جنګي اړخونو ترمنځ د اورکم عملیې د تطبیق له امله په هیواد کې د پوځي پیښو ګراپ تر معمول ډیر ټیټ و.

که خدای وکړې ښکیل لوري د اونۍ تر اخیره پوري یادې پروسې ته همداسې ژمن پاتي شي لیري نه ده چې افغانان به په تدریجي ډول د عمومي اوربند او دائمي سولې له نعمت څخه برخمن کیږي.

د اورکم په اوسنۍ ډیرې محدودې مرحلې کې باید د جنګي ښکیلو اړخونو ترڅنګ عام ولس هم خپل سهم تر سره کړي، لکه همدا اوس چې په ځینو سیمو کې د جګړې خاتمې ته لیواله ځوانان واټونوته راوزي، ځانګړي تفریحي مراسم جوړوي په همدي ډول باید دا لړۍ اکادیمکي ساحي پوهنتونونو، ولسي پراخو محفلونو، د علماو او مخورو غونډو او … ته هم اوږده شي.

همدارازافغان سیاسیون هغه که د ټولنې په هره برخه کې قرارلري، هغوی باید د اورکم له مرحلي سره خپل مثبت تجاوب وښيي، رسنۍ په تیره تلویزوني شبکې باید د اورکم پروسه په داسې ډول منعکسه کړي چې ښکیل پوځي لوري تر اغیزلاندې راولي.

دا به هیڅ مناسب نه وي چې له یوې خوا په هیواد کې د اورکم پروسه د پلي کیدو په حال کې وي او بل اړخ ته بیا په دولتي سطحه د تفرق او تجزیې عملیه روانه وي، د عام ولس د ارادې خلاف په زور سره پرهغوی ځان تحمیلونه او په یوه هیواد کې بیلابیل ولسمشران، کابینې او دولتي تشکیلات اعلانیږي.

که افغانان وغواړي یواباد، قوي او بریالی افغانستان ولري باید ترهرڅه وړاندې خپل منځي ټینګ ملي وحدت ولري.
د ملي وحدت او خپل منځي یوالی په مټ هغوی هم د جګړې له شره خلاصیدای شي هم سولې ته رسیدای شي او هم یو پیاوړی ځواکمن افغانستان جوړولای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

غڼۍ به هیڅکله قدرت نه پریږدئ که څه په یوه خونه کې پاته سي
او نه به هم درواغ او د ملت وژنه او خرڅونه پریږدې

A saeed
میلمه
A saeed

محمد ورور ته
درسره منم. خو که پومپېو ټېلفون ورته وکړ بېا ئ پرېږدې!!!
دا به نو را سره منې😌😌😌

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

حضرت عمر(رض) فرمایی: موږهغه قوم یوچه الله (ج)موږته په اسلام سره عزت راکړۍ دۍ -که چیری موعزت په بل شی کی وپلاټۍ نوالله به موږذلیله کی،وګورۍ وروڼواوخوندوپه تش لاس اوبیعلمه ملت موسوویت یونین ته چه ترناټولس چنده قوی وو شکست ورکۍ موږ مرویاژریاپس څونه لوی تاریخ می پری ښودۍ اوس بیادناټوکفارووار-راوه رسیدۍ دا ټول داسلام دمبارک دین په برکت موږبایدهروخت الله ته پرسجده سواوشکروکاږوچه په موږکی دونه لوی صلاحیت دکفاروپه مقابل کی پیداکړۍ دۍ حطمی باید یوموټۍ سوکفار چه دافغانانوپه شکلواوکالوکی دی حطماًیی له خپلو سپووباسو ،بیاپه موږکی ورورو لی اواتحاد اوخوشحالی دهمیشه دپاره قایمیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
Close
Close