د جګړې تشدد کموالي له امله پانګونې ته د سوداګرو هيلې زياتې شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د جګړې تشدد هوکړې د پيل له امله ډېری سوداګر هيله من دي، چې تر دې وروسته تلپاتې سولې او امنيت ته زمينه برابره شي او دوی به په هېواد کې پانګونې وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند جان اقا نويد ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، د جګړې تشدد کموالي سره به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وشي او د همدې نسبي اوربند له امله ډېری پانګوال هيله من دي، چې دا لړۍ به بشپړ اوربند او سولې ته زمينه برابره کړي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي تر دې وړاندې په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي و، چې د لوړو تعرفو، نا امنيو او سړي تښتونو له امله سوداګر له افغانستانه خپلې پانګې باسي.

خو د نسبي اوربند له امله په لنډه موده کې سوداګر يو ځل بيا هيله من شوي دي.

د سوداګرۍ خونې وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له وړمې شپې راهيسې د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د جګړې تشدد کم شوی او تر اوسه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close