تشویقوونکې فضا – د الجزیرې سره د سهیل شاهین مرکه / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د الجزیرې په یوه پروګرام کې ګډون کړی چې سرلیک یې وو: افغانستان – تشویقوونکې فضا.

نوموړي یو ځل بیا په دغه پروګرام کې ټینګار وکړ چې د امریکایانو سره د توافقنامې د امضا لپاره یې یوه اونۍ اورکم – مناسبه فضا – وخت منلی او تیره ورځ د طالبانو له لوري هیڅ داسي عمل نه دی شوی چې د توافق څخه سرغړونه وبلل شي.

نوموړي د پوښتونکې په جواب کې زیاته کړه چې طالبان یو واحد صف دی، پر سیاسي او نظامي برخو نه دی ویشل شوی او ژوند مثال یې همدا د اورکم توافق دی چې په بریا سره روان دی.

سهیل شاهین وویل چې د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره یې په لاس کې ده، هیڅ څوک نشي کولای چې د امریکایانو سره ددوی توافقنامې څخه سرغړونه وکړي، خو په وینا یې ځیني د سولې مخالفې کړۍ کیدای شي هڅه وکړي.

نوموړي په بلخ ولایت کې یوې پیښې ته اشاره وکړه چې تېره ورځ شوې وه او وې ویل چې د کابل ادارې عسکرو د طالبانو سیمو ته د ورتګ هڅه وکړه چې له امله یې جګړه را منځته شوه او عسکرو ته تلفات واوښتل. او زیاته یې کړه چې دوی بیا هم ژمن دي چې خپل تعهدات وساتي او توافقنامه لکه څرنګه چې ده، هغسي عملي کړي.

بلخوا د امریکا څخه میلمه وویل چې په امریکا کې ټول اړخونه دغه پرمختګ ته په مثبت نظر ګوري او تمه لري چې تر ۲۹مې پوري دوام وکړي او بالاخیره د طالبانو سره د امریکا توافقنامه لاسلیک شي.

د نوموړي په وینا امریکایان د طالبانو سیاسي او نظامي جوړښت تعقیبوي او داسي ګمان کوي چې کیدای شي پر ځمکه د سیاسي جهت وعدې عملي نشي.

د یوې پوښتنې په جواب کې چې د افغانستان د راتلونکې احتمالي سولې مخالفین یا تخریبوونکې به څوک وي، نوموړي وویل چې داسي فعال تخریبوونکی تر اوسه مالوم نه دی، ټول اړخونه سوله غواړي خو په محلي سطحه یې د کوچنیو مخربینو احتمال رد نه کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close