افغانستان

عبدالله عبدالله د جوزجان لپاره نوی والي وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» تر سرپل وروسته د جوزجان ولایت لپاره نوی والي وټاکه.

د جوزجان ولایت د ولایتي شورا پخوانی «عبدالحی حیات» نن د ثبات او همپالنې د ټاکنیزي ډلې د مشر عبدالله عبدالله له لوري ددې ولایت نوی والي وټاکل شو، چې د جنبش اسلامي ګوند د ویاند «بشیر احمد تهینج» له لوري یوې ناستې ته ور معرفي شو.

عبدالله عبدالله تېره ورځ «محمد رحمان رحماني» د سرپل لپاره د والي په حیث معرفي کړی وو.4

دغه ګمارنې د عبدالله عبدالله له لوري د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته پیل شوې.

تر دې وړاندې نوموړي د موازي حکومت د جوړولو ګواښ کړی وو او اشرف غني یې په ټاکنو کې په فساد او تقلب تورن کړی وو.

که څه هم ارګ تر دې دمه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یوناما او ناټو دا ګمارنې د اندېښنې وړ بللې وې او د سولې د هڅو د متمرکز کېدو هیله یې کړې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ځيني په دې خړو کړی سوو اوبو کي د خپلي خوښي کبانو نيولوته خوشاله دی او ځينو هم تر ګودر دمخه ګاولي کښلي دي او خوشالۍ او اتڼونه کوي، په دې نه پوهيږي چي د ګران هيواد د تجزيې توطئه پرلاره اچوله سوې ده او پلي کېده يې روان دي. خوشالي به هلته وای چي همدا اورکم، ورپسې د هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو د تړون لاسليک، بيا د سولي او پخلايني لپاره د هيواد د سړيو (انسانانو)نه د د جنايتکارو ملي خاينانو او طالبانو تر منځ خبري پيل سوي وای او دا ځپلي ځيځېرلي افغانان هم د دوی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سګ برادر شغال هست عبدالله په دی واسطه غواړی د کومی جوګی او یا د څو بیلونو ډالرو امتیاز ترلاسه کړی عبدالله تر غین اوغنی تر عبدالله دواړه لوی ګیددان غلامان دی استعمار خپلو ګټو ته ګوری د ع او غ پروا نه لری تر هغی یی کاروی چه کار تری اخستل کیږی له هغه وروسته یی د تشناب کاغذ به شان فلش کوی . دا امکان هم شته چه عبدالله ته د موازی حکومت جوړولو او غنی ته د ګټونکی دستور ورکول شوی چه له مخی یی کوم موقتی حکومت جوړ او بلاخره طالبان هم پکی ننباسی. دا هم… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

درنو او پتمنو خلکو مو د اور کم د خوشالۍ څرک لا ښه ليدلی نه دی چي د دې ملي خاينانو له لاسه په دې بله خطرناکه ربړه اخته سول. دا د موډرنو سقاويانو د حکومت د جوړېدو ربړه ساده مه ګڼئ. دا ډېره بده او د پردو اغيارو له خوا مهنډسي سوې دسيسه ده، الله دي خپل فضل کوي.

Back to top button
Close
Close