افغانستان

یوناما: په تېره لسيزه کې سل زرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): ملګري ملتونه وايي، په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله له سل زرو زياتو ملکي افغانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» مشر تاداميچي ياماموتو ويلي، ښايي په افغانستان هېڅ داسې ملکي وګړی نه وي پاتې، چې د جګړې تشدد له امله نه وي اغېزمن شوی.

د هغه په وينا د روانې جګړې ښکېل لوري بايد له روان «اورکم» څخه ګټه پورته کړي، تر څو روانه جګړه د تل لپاره بنده او په هېواد کې سوله تامين شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون مشر ميشل بالي هم ويلي، د جګړې ټولې غاړې بايد د خپلو عملياتو پر مهال احتياطي تدابیر عملي کړي، تر څو د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

يوناما د ملکي مرګ ژوبلې په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د يوې اونۍ لپاره په ټول هېواد کې د جګړې تشدد کموالي لړۍ پيل شوې ده.

د يوې اونۍ اورکم له پوره کېدو وروسته به د روانې فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او د بهرنيو پوځيانو وتل پيل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

یوناما د بشری حقوقو د دفاع د اداری په شان د امریکا یو نهاد دی هغه وایی چه څه ورته د امریکاله خوا ویل شوی . دا سل زره کسانو ته مرګ ژوبله که په کال کی وی هم کمه ده په میلونو خلک په شهادت رسیدلی ټولی درجن بس کورنی د خاورو لاندی شوی څوک تری خبر هم نه دی چه دا کورنی چیری ده دوی دروغ وایی چه ډیر خلک د جنګو له ویری نورو ځایو ته کوچ کړی. هو ځینو یی کوچ هم کړی مګر د هماغه کوچ ځایو کی د نه خوړو اوبو او سړو له… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close