
د سولې ادبیاتشعـــــرونه
افغانان د سولې تږي دي
منصور افغان
ګــرځي له مـودو ستړي ستومان د سولي تږي دي
خــــدايه! کــړيـدلـي افغـــانـان د سولي تږي دي
صـــرف ددې ښـار ستړي وګړي پسې مړه نه دي
دلــته کـــاڼي بـوټي اوګــلان د سولي تږي دي
نــور يې د ظلــمـونـو د وحشت لــه بــلا وژغـــوره
نوريې کړه پـوره خــدايه ارمــان د سولي تږي دي
غـــواړي پـاکه ربه چې يو څه د ارام ساه واخــلـي
دلــته کــونډي بــورې يتيمــــان د سولې تږي دي
ويښ او که ويده وي،که په غم که په ښادۍ کې وي
اخــــلي يې نامـــه تل په زبــان د سولي تږي دي
نـور له نفـرتـونـو او جـنګـــونو سـتړي شــوي دي
مــيـنه آمــن غـواړي په ايـمــان د سولي تږي دي
نه لري منصـوره بل ارمــان په زړګي نه لري
واړه مـاشــومان،لوى او ځــوانـان د سولي تږي دي