د سولې څارسولې اړوند خبرونه

ارګ له سیاسیونو غوښتي، چې د سولې په برخه کې ورسره توافق وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه له اوږدو مذاکراتو وروسته توافق ته رسېدلي او تمه ده دروانې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د دواړو لورو تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي، ارګ د عبدالله، حامدکرزي او محقق په ګډون له ټولو سیاسیونو غوښتي، چې د سولې په برخه کې د ارګ له کاروان سره یو ځای شي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال ویلي، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری نیولی او ددې مذاکراتو پلاوی به دوه اوونۍ وروسته معرفي شي.

نوموړي زیاته کړې « له عبدالله عبدالله، حامد کرزي، محقق او نورو ټولو سیاسیونو زموږ هیله داده، چې د جګړې د ختمولو او د سولې د راوستلو له کاروان سره یو ځای شي.»

په ورته وخت کې د ملي یووالي د ګوند مشر «سید اسحق ګیلاني» وایي، ګوندونه، سیاسیون او د مملکت د لومړۍ کرښې ټول خلګ د اشرف غني د پلاوي مخالف دي او کله به هم دا پلاوی ونه مني.

بل لور ته د اجرائيه ریاست ویاند «امید میثم» بیا وایي، د سولې په پروسه کې د دخیلو لورو هڅه داده، چې د سلا مشورې له لارې یو همه شموله پلاوی وټاکي.

د طالبانو د حکومت لوی څارنوال «جلال الدین شینواری» بیا په دې اند دی، چې که د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول شموله پلاوی جوړ نشي، طالبان به ورسره خبرو ته تیار نه شي.

د شینواري په خبره، دا کار به د طالبانو او امریکا پر مذاکراتو هیڅ منفي اغېز ونکړي؛ خو د افغانانو خپلمنځي خبرې به له خنډونو سره مخ کړي.

یاده دې وي، داسې تمې شته، چې ښایي د توافقنامې له لاسلیک لس ورځې وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

طالبانو له کابل حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې رد کړې، خو له نورو افغان جهتونو سره یې په خبرو ټینګار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x