افغانستانسولې اړوند خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو او امریکا له لوري د جګړې د شدت کموالي له پرېکړې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د جګړې د شدت د کموالي له پرېکړې هرکلی کوي او د افغان سولې په برخه کې هر ډول ملاتړ ته تیار دي.

د اسلامي همکاریو سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د طالبانو او امریکا تر منځ له افغان حکومت سره په مشوره شوې هغه پرېکړه ستایي، چې د جګړې شدت کموي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواروي.

په خبرپاڼه کې وړاندې د د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر «یوسف بن احمدالعثیمین» له قوله لیکل شوي « د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبري د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې له هرې شونې لارې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.»

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې طالب او امریکايي استازو د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د زمیني برابرولو په موخه، د جګړې د شدت په کموالي پرېکړه وکړه، چې ورسره جوخت په تېرو دوو ورځو کې د هیواد دننه د امنیتي پېښو ګراف تقریبا صفر ته راکښته شو.

د جګړې د شدت د کموالي پړاو، چې اووه ورځې ورته په نظر کې نیول شوې، تمه ده په تعقیب به یې د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانو  تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان هم ورغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x