نظــر

په نړيوالو او سيمه ييزو رسنيو کې د سراج الدین حقاني د مقالې انعکاس

نصيب ځدراڼ

څو ورځې وړاندې په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د طالبانو د مشر شيخ هبة الله اخندزاده لومړي مرستيال مولوي سراج الدين حقاني د افغانستان د راتلونکې په اړه يوه مقاله نشر شوه چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه پرې تبصرې وشوې.

کابل کې د پوهنتون استاذ ذاکر جلالي په خپل ټویټر لیکلي
دوې ورځې وړاندې د امریکا په یوه ورځپاڼه نیوریارک ټایمز کې د طالبانو مرستیال ولسمشر سراج الدین حقاني یو مقاله خپره شوه، دا ورځپاڼه د نړۍ په سطحه معتبره ورځپاڼه ده.عموماً په دي ورځپاڼه کې کې ولسمشران یا نور جګپوړي چارواکي هغه وخت لیکل کوي کله چې د یوه سخت حالت سره مخ سي او یا د آینده لپاره ښه پلان ولري او غواړي چې په غرب کې د خلکو نظریات را خپل کړي او خپل پلان ورته تشریح کړي.نو د سراج الدین حقاني لیکنې هم مثبت،منفي،طنزیه،او حیرانوکي غبرګونونه راپارولي چې موږ یې له خپلو لوستونکو سره شریکوو.

استریلیايي پروفیسر ټیموټي ویکس
استریلیایي پروفیسر ټیموټي ویکس چې د طالبانو سره زنداني و او د انس حقاني په شمول د دریو طالب بندیانو په تبادله کې خوشی شو په پښتو ژبه کې ټویټ کړی او لیکلي یې دي.
“‏د محترم سراج الدین حقاني مقاله که په ځیر وکتل شي ډیرې جالبې نقطې لري دا هر اړخیزه مقاله او نظر افغانانو ته د خوښۍ زیری ورکوي او دا په ډاګه کوي چې په افغانانو کې څوک د سولې دښمنان/طرفدار دي.
افغانان باید د خپل وطن په اصیلو بچیانو راټول او د یو شرعي حکومت په جوړیدو کې هڅې وکړي”

د سیاسي چارو کار شنونکی نظر محمد مطمین وایي
په دې حساس پړاو کې د امریکا په معتبر اخبار نیویارک ټایمز کې د طالبانو د ډیر مهم مشر حقاني مرکې نشرېدل؛د سولې درېڅه خلاصول / رڼا ده.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=189133845673425&id=100037304310009

د پوهنتون استاد ډاګټر فیض ځلاند ټویټر کې لیکلي
د افغانستان د سولې مرحله په خپل خورا حساس پړاو کې دی ، له همدې امل سراج حقاني د هغو اندیښنو په ځواب کې لیکلي دی چې په تیرو څو میاشتو کې د جنګ په اړه د مختلفو لیکوالانو لخوا راپورته شوي. په عین وخت کې ، دا د هغه څه لپاره ژمنتیا وړاندې کوي چې څه په دوحه کې د خلیلزاد سره بحث شوی. داسې بریښي چې طالبان د راتلونکو دوه اونیو کې پرمختګ په اړه خورا جدي دي ، دوی د سولې پروسې ته رسیدو کې متحد بریښي ، سربیره پردې ، دا خورا په زړه پورې پوښتنو ته ځواب وايي لکه د ښځو حقوق، د افغانانو راتلونکی او همداسې نورې پوښتنې وی .

که حقیقت و وایو دا لیکنه یوه تضمیني خط دی چې د خلیلزاد سره به په دی اړه ډیره همکارې وکړي چې خپل کار په باوري فضاء کې پر مخ یوسی.

د هندوانو د سختدریځه ګوند “شیوسینا” غړې او لیکواله پرینکا چترویدي په خپل ټويټر لیکلی
“نیویارک ټایمز د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني یوه لیکنه نشر کړی چې طالبان څه غواړي ….ایا د لشکر طیبه ، جیش محمد ،د داعش مشر ، او حزب المجاهدین ته نړۍ ته اجازه ورکړي چې د نیوریاک ټایم له لاري دوی څه غواړي هغه ولیکي؟

پاکستانی خبریال سلیم صافي په خپل ټویټر لیکلي
‏افغانستان کې دصلح امکان د مقالې یوه برخه یې را اخیستې.

“که د بھرنی دوښمن سرہ موافقه کولی شو نو د خپلو ھیوادوالو سرہ به د خبرو د لارې ولي حل نه کړو۔۔ سراج الدین حقانی په نیویارک ټائمز کې”

What the Taliban Want https://t.co/HiMbA0lXpP
‎https://twitter.com/SaleemKhanSafi/status/1230480413249896449?s=19

کابل کې د پوهنتون استاد احمد شاه راشد پر خپل فیسبوک لیکلي

“يوه ورځ په يوه مجلس کې ناست ٶو، يوه جناب صېب وېلې چې طالبان دې راشي په کابل کې دې خپل مدني فعاليت پيل کړي مکتبونه، پوهنتون، شفاخانه او داسې نور شيان دې جوړکړي او ګوند د ثبت کړي. ما په هغه مجلس کې څه ورته ونه وېلې نو دلته ليکم چې ماماګله طالبانو د خپلې خاورې د ازادۍ مسٶوليت پذير او د شرعي قوانينو په رڼا کې د جوړېدونکي نظام لپاره مبارزه کړې نه د دې لپاره، طالبانو ته په کار ده چې څومره په اوږده زغم يې د اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه همداسې د تل پاتې سولې د راتلو لپاره د مبارزې لپاره کار وکړي د حقاني صېب ليکنې دا ثابته کړه چې امارت په خپله غېږ کې د ملت د رهبرۍ لپاره تر ټولو ښه مبارزين روزلي، چې په اوس کې د افغان ملت سترګې يوازې دوى ته او بس.

د تل پاتې سولې په هيله”

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2442558699392020&id=100009137412014

یو افغان ډاکټر حکمت په خپل ټویټر لیکلی
‏یو اکا‌‌‌‌‌‌ډمیک پر انګلیسی مسلط افغان الاصله امریکایي اشرف غني په پنځه کاله کی نیویارک تایمز کې هغه څه ونه لیکل چې مرستیال حقاني ولیکل .لوبه کومې خواته ځې؟ د حقاني لیکنه په لوستلو اوفکرکولو ارځې .‎#سوله اوورورې په لراوبر وطن کی.

امریکا میشت افغان لیکوال وحید فقیري په خپل ټویټر لیکلي
‏سراج الدین حقاني په نیویارک ټایمز کي دسولي پاره کي یوه زبردسته مقاله لیکې ده.
‏د ښاغلی سراج الدین حقاني مقاله نهایت مهمه ده. امید دی چي په دقت یې ولولئ.
مرستیال ښاغلی حقاني لیکي:کله چي د امریکا سره خبري شروع سوې،د ښو نتایجو چانس یې صفر ته نژدې وو.ځکه موږ پر امریکا باندي باور نه لاره.
څرنګه چي د جنګ قیمت دروند دی،نو دا معقول نوو چي کوښښ و نه سي.

‏دحقاني مقالې هغه نظر تضعیف کړ چي وايي طالبان پر ‌‌‌‌‌‌ډلو وېشل سويدي.او یا دقطر دفتر دجنګي طالبانو نماینده ګي نکوي.

دحقاني مقالې داخبره هم جوتوي چي طالبان تر ټولو افغان سیاسي احزابو منسجم او متحد دي.
دمقالې دخپرېدو وخت هم حساس دی: دکابل ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیانو دوه حکومتونه اعلام کړيدي.

‏د حقاني د مقالې په اړه جنګ طلبه افغانانو یوه ستره غوغا جوړه کړېده. د جنګ او اشغال شوقي افغانان پر نیویارک ټایمز باندي انتقاد کوي چي ولي یې د حقاني نظر خپور کړیدی.

دا افغانان د سانسور طرفداري کوي، او د مخالفانو د نظر د اورېدو اخلاقي جرات او شهامت نه لري.

د دوی مطالبه سانسور دی.

د برتانیه ډاکټر ایشلې جیکسن چې په جنګي امورو ک دوکتورا لري لیکي

“د سراج‌الدين حقاني د ليکنې په اړه په پرتليز ډول ډېر څه ويل کېدای شي، لکه مجيب مشعل او نورو چې ورته اشاره کړې ده.

خو طالبان -د خپلو مخالفينو په وړاندې- ګټيالي دي، په نيويارک ټايمز کې ليکل کوي، نېغ په نېغه لوېديز لوستونکي مخاطبوي او له هوکړې ننګه کوي دا په مناسب ډول د طالبانو په دريځ کې پاموړ بدلون ښيي‌”

واشنګټن کې امریکایي ډیپارټمنت آف سټیټس پخوانۍ ډپلوماته ایلزبت ترکلډ لیکي:

د سراج‌الدين حقاني ليکنه د لوستو ارزښت لري. په واضح ډول امريکايانو سره هوکړې، بين الافغاني خبرو او د ښځو د کار او زده‌کړې ته د طالبانو ژمنتيا ښيي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر جان
میلمه
عمر جان

لطفا مقاله حقانی صاحب را به دری و پشتو ترجمه نموده و نشر نمائید

sediq hotak
میلمه
sediq hotak

ما خو نه ده لوستلی خو د دنیا مشرانو یی هر کلی کړی نو موږ یی هم هرکلی کو د یو برمختللی افغانستان به هیله

Back to top button
Close
Close