د کرونا ویروس ویره: افغانستان له ایران سره هر ډول تګ راتګ بند کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له دې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د درې مشکوکو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی، افغان حکومت ایران سره د لنډې مودې لپاره هر ډول تګ راتګ بند کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز وایي تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو په هرات ولایت کې په دې تړاو درې مشکوک تنه لیدل شوي دي.

تیره ورځ ځینو رسنیو په هرات ولایت کې د کرونا ویروس پېښو ثابتېدو خبر ورکړی و مګر وروسته ددغه ولایت والي او روغتیايي چارواکو یاد خبرونه رد کړل، خو نني راپورونه یو وار بیا د درې مشکوکو ناروغانو خبر ورکوي.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې په ایران کې د کرونا ویروس په پراخه کچه خپور شوی، تازه راپورونه وایي چې تر دې دمه په ایران کې د کرونا ویروس له کبله ۸ کسان مړه شوي او له ۴۰ زیات پرې اخته شوي دي، په ایران کې د کرونا ویروس زیاتوالی د افغانستان لپاره ستر ګواښ کیدلی شي.

په ایران کې د کرونا ویروس پراخوالي له کبله پاکستان هم دغه هېواد سره پولي تړلي او هلته یې بیړنی حالت اعلان کړی دی، دغه راز ترکیه هېواد هم د لنډې مودې لپاره ایران ته ځمکیني او هوایي تګ راتګ بند کړی دی.

وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي وو چې د کرونا ویروس په پراخه کچه خپریدل ستر ګواښ کیدلی شي، «ددې په مخنیوي کې مونږ د امکاناتو له کمښت سره مخ یو، نړیوال دې جدي ګامونه پورته کړي».

د کرونا ویروس یادو پېښو په اړه د افغان حکومت ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ نن د یکشنبې په ورځ غونډه ترسره شوه چې په کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له ایران سره د هر ډول تګ راتګ درولو پریکړه وشوه.

په یاده غونډه کې له ایران او پاکستان څخه د چرګانو او هګیو واردات درولو پریکړه هم شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز عامو خلکو ته سپارښتنه:

فیروز الدین فیروز زیاتوي چې په مرکز او ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص او قرنطین لپاره بشپړ چمتو والی نیول شوی دی، هغه له خلکو غواړي: «کوښښ وشي باید د ورځې څو څو واره خپل لاسونه پر صابون پریمنځل شي، تل له ماسک څخه ګټه پورته شي او له غیر ضروري غونډېدو ډډه وشي، ځکه چې دغه ویروس له یوه کس څخه بل ته ډير ژر انتقالیږي».

دغه راز په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته حکم شوی تر څو په ایران کې خپل کونسلي خدمتونه محدود کړي او له ایران څخه وغواړي چې د افغانانو جبري ایستلو بهیر ودروي.

د کرونا ویروس زیاتې پېښې له چین وروسته په جاپان کې ثبت شوي چې شمېره یې ۷۷۰ تنو ته رسیږي، په سویلي کوریا کې د ټولو اخته کسانو شمېر ۶۰۲ دی، دغه راز په ایټالیا کې ۸۹ کسان پر دغه ویروس اخته شوي

د یادونې ده چې کرونا ویروس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۲۴۴۲ کسان وژلي او ټولټال ۷۶۹۳۶ کسان پرې اخته شوي دي، په تیرو څو ورځو کې دغه ویروس منځني ختیځ کې هم په پراخه کچه خپور شوی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close