افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان او ټرمپ دواړه له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو هوډ لري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، نور د افغانستان جګړه ختموي او له طالبانو سره به د سولې تړون لاسليک کړي.

د امريکا «لاس انجلس ټايمز» ورځپاڼې ليکلي، ولسمشر ټرمپ او طالبان په مجموع کې يوه موخه لري، چې هغه له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل دي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکو ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو هغه دلائل او غوښتنې رسولي، چې امريکايي پوځيان بايد له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر له طالبانو سره په روانو مذاکراتو او چنو کې د ځنډ له امله هم بې صبره شوی دی.

ټرمپ زياته کړې، چې طالبان هم نور له جګړې ستړي شوي او موږ بايد له طالبانو سره د سولې تړون ته ورسېږو.

https://www.youtube.com/watch?v=zdn42L_OjCw

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په افغانستان کې د جګړې تشدد د يوې اونۍ لپاره کم شوی، له تېرو شاوخوا ۴۸ ساعتونو راهيسې په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې او د روانې فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

اوس، چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون د لاسليکېدو لپاره خپل چمتووالی ښودلی، د سولې تړون ته لېوالتيا او هيلې نورې هم زياتېدای شي.

د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به تر راتلونکي اوړي له افغانستانه شاوخوا پنځه زره امريکايي عسکر ووځي.

د کارپوهانو په اند ولسمشر ټرمپ غواړي، له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او له امريکايي ولس سره د افغانستان جګړې ختمولو ژمنه عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سوله کله په خوښه او کله په زور تر لاسه کیږی، د مسلمانانو ترمنځ په څه مسایلو خوابدی جګړی په جرګو مرکو او د یو بل په قناعت او یا یو بل ته د څه راکړی ورکړی په ورکولو ترسره کیږی لا هغوی غلط پوه شوی کله چه ښه خلک ورته حقایق په ډاګه کړی هغوی قناعت وکړی او یا داسلامی اخوت په بنا یو بل ته عفوه وکړی او له داسی نورو لیارو چارو استفاده وکړی د کفارو ترمنځ هم په مادی رقابتو کی ستونزی او جګړی رامنځته کیږی د هغو ستونزو د رفع کولو په صورت کی هم… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،
سوله په راتګ سره د لندن سوسیال په خطر کی ده.سوله ته راتلو ته دعا ګانی او لیکنه تبصری لیکه،
که سوله راغله له سوسیال څخه به افغانستان کی ښه باعزته تنخوا درکوله کیږی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x